د فرانسي داخله وزارت: نوو ناقراريو کې ۹۹۴ کسان نيول شوي دي
۱۴۰۲ تیر ۱۰, شنبهد فرانسې د کورنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ وويل چې تېره شپه يې په ناقراريو کې ۹۹۴ کسان نيولي دي. د دغه وزارت په وينا په اخ و ډب کې ۷۹ پوليس او د ژاندارمري همکاران ژوبل شوي دي.
د فرانسې حکومت په ټوليزه توگه ۴۵ زره پوليس او د ژاندارمري چارواکي د ناقراريو له کبله په امنيت ساتنه مؤظف کړي دي. دا څلورمه شپه وه چې په پرله پسې توگه په فرانسه کې احتجاجونه ادامه لري چې په تاوتريخوالي او اخ و ډب اوښتي دي.
د سه شنبې په ورځ يو ۱۷ کلن هلک ناهل م. د پاريس په باندنۍ نانترې نومي سيمه کې د پوليسو لخوا د ترافيکي کنټرول لپاره راگرځول شوی او د يو پوليس لخوا ورباندې ډز شوی و. دغه واقعه په فرانسه کې د پوليسو د تاوتريخوالي ضد د قوي احتجاجونو لامل شوه.
د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپه کې په ټول هيواد کې تر ۸۷۰ څخه زیات انسانان د چارواکو له خوا ونيول شول. په دغو نيول شوو کسانو کې زيات شمېر ځوانان هم شامل دي.
آ./ا.ا./ن.ص.