یونیسف: شخړیزو سیمو کې د ماشومانو شمېر په ريکارډ کچه لوړ شوی
۱۴۰۳ دی ۸, شنبهد ملګرو ملتونو سازمان یونسیف ادارې په خپل یو رپوټ کې چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲۸مه) خپور شوی، ویلي چې کابو ۴۷۳ ملیونه ماشومان د نړۍ په شخړیزو سیمو کې ژوند کوي چې دا د ټولې نړۍ د ماشومانو یوه په شپږمه برخه تشکیلوي.
یونیسف زیاتوي د ۱۹۹۰م کال په پرتله نن ورځ د هغو ماشومانو شمېر دوه برابره لوړ شوی چې په شخړيزو سیمو کې ژوند کوي. د دغه سازمان په خبره حاضردمه نژدې ۱۹ سلنه ماشومان په شخړیزو سیمو کې ژوند کوي چې په ۱۹۹۰ کال کې دا ارقام شاوخوا ۱۰ سلنه وو.
د یونسیف ادارې اجرائيوی مشرې، کترينه رسل، په یوه اعلاميه کې ۲۰۲۴م کال د جګړه ځپلو سیمو ماشومانو له پاره یو له بدو کلونو ښودلی دی: «په ۲۰۲۴م کال کې په شخړیزو سیمو کې د ماشومانو ريکارډ د یونسیف په تاريخ کې تقریباً د هرې معیار پر اساس تر ټولو یو بد کال و، هم د اغیزمن شوو ماشومانو د شمېر او هم د هغوی پر ژوند د ناوړه اغیزو د کچې له مخې.»
مېرمن رسل زیاته کړې: «په یوه شخړيزه سيمه کې رالوی شوي ماشومان تر ډېره له ښوونځيو بې برخې کیږي، له خوارځواکۍ سره مخ او یا په زور خپلو کورونو پرېښودو ته اړ اېستل کیږي... دا نباید یو نوی عادی څه وي. موږ اجازه نه ورکوو چې د ماشومانو یو نسل دې د نړۍ د نه کنټرول شوو جګړو له کبله پر یو زیانمن نسل واوړي.»
د یونیسف مطابق، د ۲۰۲۳م کال تر پایه ۴۷ اعشاریه ۲ ملیونه ماشومان د شخړو او تاوتریخوالو له کبله له خپلو سیمو کډه کېدو ته اړ شوي دي. په ۲۰۲۴ کې د هايتي، لبنان، میانمار او فلسطین سیمې په ګډون په مختلفو ځایونو کې د شخړو د زیاتېدو په دلیل د بېځایه شوو شمېر نور هم لوړ شوی دی.
له آرشیف څخه: