د چين په وړاندې د امريکا، آستراليا او جاپان همکاري
۱۴۰۱ مهر ۱۰, یکشنبهواشنګټن پر يوې ديپلوماتيکې هڅې ټينګار کوي څو د آسيا پاسيفيک سيمه کې د چين نفوذ محدود شي. د امريکا د دفاع وزير لويد آستين وويل چې »موږ ژوره اندېښنه لرو ځکه چې چين د تايوان په تنګي او د سيمې په نورو ځايونو کې په زياتېدونکي ډول تعرضي او فشاري کړه وړه ښکاره کوي.«
آستين دغه خبرې په داسې حال کې وکړې چې په هاوايي کې يې د متحده آيالاتو د ځواکونو د پاسيفيک سيمې په مقر کې د آستراليا او جاپان د دفاع وزيرانو ته هر کلی وايه.
د آستراليا د دفاع وزير ريچارد مارلس وويل چې »زموږ علاقه په مقرراتو ولاړ د نړيوال نظام په ساتلو کې ده. خو موږ ګورو چې دغه نظام په هند او پاسيفيک کې آن تر فشار لاندې راځي ځکه چې چين هڅه کوي شاوخوا کې يې پرتې نړۍ ته په بې ساري او بې سابقې ډول شکل ورکړي.«د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د تایوان پر کړکیچ خبرې وکړې
د پنجشنبې په ورځ واشنګټن د هغو پاسيفيک ټاپوګانو له پاره د ۸۱۰ ميليونو ډالرو په مقدار د يوې بودجې اعلان وکړ چې متحده آيالات غواړي هلته خپل ديپلوماتيک حضور ډېر کړي. د متحده آيالاتو مرستيالې ولسمشرې کامالا هاريس تېره اوونۍ جاپان او سويلي کوريا ته سفر وکړ او ويې ويل چې متحده آيالات به په ټوله آسيا کې د تايوان د تنګي په شمول بې له وېرې او بې درېغه عمل کوي. بيجينګ تايوان د چين يوه برخه بولي او هغه نری د اوبو کانال يا تنګی چې تر منځ يې پروت دی او دغه هېوادونه سره جلا کوي، هم خپل ګڼي. د هاريس سفر د دې ژمنې ښکارندويي کوله چې واشنګټن به د شمالي کوريا د بريد په صورت کې له سويلي کوريا څخه ساتنه کوي. بایدن: د چین د یرغل په صورت کې به امریکايي ځواکونه د تایوانه دفاع وکړي
آستين په هاوايي کې همدا راز له خپل آستراليايي سيال سره يوه دوه اړخيزه غونډه درلوده چې د ۲۰۲۱ کال پر يو تړون يې په کې تمرکز وکړ چې د متحده آيالاتو، آستراليا او بريتانيې تر منځ شوی وو او له مخې يې په اتومي ځواک چلېدونکي اوبتلونه آستراليا ته ورکول کيږي. د آستراليا د دفاع وزير وويل چې کانبېره به دغه پرېکړه چې له چا څخه يې پېري دې پورې وتړي چې څه وخت يې ورته سپارلی شي. داسې انګېرل کيږي چې اعلان به يې په راتلونکي کال کې وشي. مارلس وويل چې »دا حياتي ارزښت لري، د هغه ستراتيژيک وضعيت په رڼا کې چې ورسره مخامخ يو، چې په آستراليا کې د اوس په نسبت او د اوبتلونو د سپارلو پر وخت د اوبتلونو په وړتيا کې پرمختګ وشي.«د آلمان پارلمان یوه ډله تایوان ته ځي
په اتومي ځواک چلېدونکي اوبتلونه ښايي آستراليا ته د دې وړتيا ورکړي چې لا پټ عمليات وکړي او په پرمختللو کروز توغنديو سمبال، بيجينګ ته دفع کوونکی پيغام ولېږي.
آ./ن. ص./خ. ح.