د امریکا ولسمشریزې ټاکنې – د نړۍ هغه مشران چې بایډن ته یې لا مبارکي نه ده ویلې
په اروپا، منځني ختیځ او اروپا کې د امریکا یو شمیر سترو او مهمو متحدینو ډیر ژر د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایډن ته مبارکي وویله خو لا هم یو شمیر مشرانو بایډن ته مبارکي نه ده ویلي.
د چین ولسمشر – شي جین پینګ
چین ویلي چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو قانوني پړاونو تر پای ته رسیدو پورې غواړي په دې هکله له تبصرې ډده وکړي. د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل: «موږ خبر شوي یو چې ښاغلي بایډن په ټاکنو کې د بریا اعلان کړی دی.» نوموړي همدا راز زیاته کړې چې موږ [چین] په دې پوهیږو چې د امریکا د ټاکنو پایلې به د امریکا د قوانینو او کړنلارو وروسته روښانه او نهايي شي.»
د روسیې ولسمشر – ولادمیر پوتین
د پوتین ویاند دیمتري پیسکوف خبریالانو ته ویلي چې کرملین تر هغه د جو بایډن پر بریا له تبصرې ډډه کوي ترڅو چې د ټاکنو پر وړاندې ټولې ننګونې حل شوي نه وي او پایلې په رسمي توګه اعلان شي. پیسکوف خبریالانو ته ویلي: «ځینې مشخص قانوني پړاونه هلته په مخ کې دي چې د اوسني ولسمشر له لوري یې اعلان شوی، له همدې کبله وضعیت بل ډول دی او موږ فکر کوو چې دا به سمه پریکړه وي چې د ټاکنو رسمي پایلو ته انتظار وباسو.»
د برازیل ولسمشر – جایر بولسونارو
د برازیل ښي اړخي ولسمشر ویلي وو چې هغه به په نړۍ کې لومړی کس وي چې دونالد ترمپ ته مبارکي ووايي، خو هغه هم تر اوسه پورې د بایډن پر بریا چوپه خوله پاتې دی. د برازیل مرستیال ولسمشر هامیلتون ماوراو خبریالانو ته ویلي: «زه فکر کوم چې ولسمشر انتظار باسي څو د درغلۍ شویو رایو کشمکش حل شي.» د هغه په خبره ولسمشر بولسونارو به په ښه وخت کې بایډن ته مبارکي ووايي او وبه ګورو چې د ترمپ دعوه څنګه کیږي.
د مکسیکو ولسمشر – اندریس مانویل لوپیز اوبرادور
لوپیز اوبرادور ویلي چې د مکسیکو د اساسي قانون له مخې هغه نه شي کولی ترڅو چې د امریکا د ټاکنو قانوني ستونزې حل شوې نه وي، د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ته مبارکي ووايي. لوپیز په یوه خبري ناسته کې وویل: «څرنګه کیدلی شي چې د مکسیکو ولسمشر قاضي شي او ووايي چې «دغه نوماند ګټلې ده؟» سربیره پر دې لوپیز اوبرادور په لنډو ټکو کې د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر په توګه د بایډن یادونه وکړه.
د شمالي کوریا رهبر – کیم جونګ اون
تر اوسه پورې د بایډن د بریا په هکله کیم جونګ اون څه نه دي ویلي. د دوشنبې تر ورځې پورې د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د امریکا د ټاکنو په هکله چوپه پاتې وه. په ۲۰۱۶م کال کې هغه مهال چې دونالد ترمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شو، شمالي کوریا تر دوو ورځو پورې هیڅ هم نه ویلي. تر دې وړاندې، کیم جو بایډن د کمې حافظې لرونکی احمق یاد کړی وو او بایډن بیا د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون یو بد مجرم بللی وو.
د سلوانیا لومړی وزیر – یانیس یانشا
د سلوانیا د دموکراتیک ګوند مشر، ښي اړخی او د مهاجرینو ضد څیرې د رایو تر شمیرنې تر پای ته رسیدو وړاندې ولسمشر ترمپ بریالی ګڼلی وو او نوموړي تر اوسه پورې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې بایډڼ ته لا مبارکي نه ده ویلي. یانشا په امریکا کې پر دموکراتانو د تکراري درغلیو تورونه هم پورې کړي دي. هغه په یوه ټویټری پیغام کې لیکلي چې د دې سربیره سلوانیا له واشنګټن سره د دوستانه اړیکو هیله لری.