1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د کانګرس ماڼۍ مخې ته یو وار بیا برید شوی

۱۴۰۰ فروردین ۱۴, شنبه

د جمعې په ماسپښین یو موټر د کانګرس ودانۍ په دروازه ور ننوت او دوه تنه پولیس یې ټپیان کړل. یوه تن پولیس د شدید ټپ له امله سا ورکړې.

https://p.dw.com/p/3rY2S
USA I Kapitol in Washington abgeriegelt
انځور: J. Scott Applewhite/AP/picture alliance

د سیمه ایز وخت مطابق د جمعې ورځې (د اپریل میاشتې ۲ نیټه) تر غرمې وروسته د امریکا پر کانګرس ماڼۍ د برید په پایله کې د یوه پولیس افسر د وژل کیدو له امله، د دغه هیواد بیرغونه د نیم ځوړند حالت ته راوستل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نیم ځوړند حالت ته د بیرغونو د ټیټولو امر وکړ او دا یې د کانګرس ماڼۍ د پولیسو د چلند او د دغو ځواکونو د یوه تن وژل کیدو له پاره د درناوي نښه بللې ده.

تر سه شنبې (د اپریل میاشتې تر ۶ نیټه) ورځې به د سپينې ماڼۍ، کانګرس، عمومي ودانیو، پوځي مرکزونو، سفارتخانو او د ټولې نړۍ په کچه د امریکا په قونسلګریو کې د دغه هیواد بیرغونه په نیمه ځوړند حالت کې وي.

بایډن د وژل شوي پوليس کورنۍ ته د تسلیت وړاندې کولو ترڅنګ ویلي دي چې هغه او میرمنه یې جیل، دغه برید «تسلي نه منونکی» بولي. بایډن ویلي دي چې هغه به شخصاً په دې اړه څیړنې او تحقیقات تعقیب کړي.

د جمعې په ورځ یو موټر بې له دې چې د پولیسو خبرداری په پام کې ونیسي د کانګرس ماڼۍ د حفاظتي خنډونو څخه تیر شو او دوه تنه پولیس یې په موټر ووهل. یوه له دغو دواړو څخه د شدیدو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. ویلیم او انس، د څه دپاسه ۱۸ کلونو راهیسې د کاپيټول په پولیسو کې دنده ترسره کوله.

Washington Trump Anhänger stürmen Capitol
د امریکا د کانګرس ماڼۍ د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ دورۍ په وروستیو کې د هغه د پلویانو له خوا تر برید لاندې راغلې وه.انځور: STRF/STAR MAX/IP/picture alliance

دغه موټر د ډزو په زور ودرول شو. یو بل تن پولیس چې ټپي شوی دی اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی چې وضعیت یې د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي، وژل شوی پولیس «د دیموکراسۍ شهید» وباله.

د امریکا د دفاع وزیر لوید آوستین، هم د دې پيښې په اړه ویلي دي: «دا ډول پيښې زمونږ د سمسور هیواد او د هغو له بنسټونو څخه د دفاع په برخه کې زمونږ د امنیتي ځواکونو زړورتیا او وړتیا را یادوي.»

مخکې تر دې هم د امریکا د کانګرس ماڼۍ د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ دورۍ په وروستیو کې (د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ په ۶ نیټه) د هغه د پلویانو له خوا تر برید لاندې راغلې وه. په هغه پيښه کې هم د یوه تن پولیس په ګډون پنځه تنه وژل شوي وو.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص