کوم ۸ عادتونه انسان ژر بوډا کوي؟ ـ دلته يې وپېژنئ
په خپل ورځني ژوند کي زيات انسانان داسي عادتونه لري چي هغه د دوی د ژر زړېدو لامل کيږي. له دغو بدو او ژر بوډا کوونکو عادتونو څخه ۸ يې موږ دلته درپېژنو:
د زياتو کارونو فشار
پر يو وخت زيات وظايف پر غاړه لرل او هره ورځ زيات ساعتونه پر يو وخت زيات کارونه کول پر روغتيا منفي اغېز کوي. په کاليفورنيا کي د سانت روزېف روغتون سرطبيب، رېموند کاسکارياري وايي: «زيات خلک دا يو ګټور کار بولي چي پر يو وخت څو کارونه وکړي. خوا دا کار ډېر فشار رامنځته کوي.» د دغه کارپوه په وينا له دې کبله پر يو وخت په زياتو کارونو کي بوختيا د انسان د ژر زړېدو لامل کيږي.
تمباکو/سګرېټ/چلم څکول
د تمباکو څکول په ډېر لږ وخت کي ډېر ژر د انسان د پوست د زړېدو لامل کيږي. د سګريټو، چلم يا ورته تمباکو کارولو کولو له کبله د انسان جلد ژر وچيږي او ګونجي/ګونځي پيدا کوي. تمباکو څکول په بدن کي د ويټامن سي د کميدو لامل هم کيږي. دا په داسي حال کي چي ويټامن سي په پوستکي کي د مايعاتو په توازن ساتلو کي مرسته کوي. نيکوټين د پوستکي د ګونځلک کيدو لامل ګرځي.
کمخوبي
د روغتيايي چارو د کارپوه، کاسيکياري په وينا، هغه کسان چي په کافي او اړينه اندازه خوب نه کوي، نه يوازي دا چي پر سترګو يې توري حقلې راګرځي، بلکي د هغوی ژوند هم کميږي. هغه زياتوي: «په هر شب و روز کي بايد څوک لږ تر لږه ۷ ساعته خوب وکړي.» کمخوبي د وزن د زياتېدو لامل هم کيږي.
زيات وخت کښېناستل
زيات وخت کښېناستل کيدای سي د پښتورګو او د زړه د ناروغيو لامل سي. د وزن زياتېدل او حتی د سرطان په ناروغي اخته کېدنه يې بل ګواښ دی. د «سپورت مديسين» مجلې د راپور له مخي د ورزش په مرسته څوک ياد ګواښونه راکمولای سي. د بېلګي په توګه که څوک په اونۍ کي په ټوليزه توګه ۱۵۰ دقيقي (دوه ساعته او دېرش دقيقې) داسي ورزش وکړي چي بدن يې خوله سي. سپورټ کوونکي انسانان اوسطا ۱۳ کاله تر نورو زيات ژوند کوي.
په جګ ږغ د موسيقۍ اورېدل
هغه انسانان چي په زيات شور يا لوړ آواز موسيقي اوري، د هغوی د اورېدو قوه له وخت څخه مخکي کميږي. په زياته د ګوشيو يا په اصطلاح هېډ فونز په مرسته لوړه موسيقي اورېدل خورا تاواني عمل دی.
زيات مک اپ/سينګار/مکياژ
د روغتيايي چارو د کارپوه، ستوارت په وينا مک اپ داسي کيمياوي مواد په ځان کي لري چي د پوست د وچېدو او زړېدو لامل کيږي. په دغو موادو کي کيمياوي ذايقې او الکول هم شامل دي. د دغه کارپوه په وينا د مک اپ د زیات استعمال له کبله پوست خارښت هم کوي ځکه چي پکښي د غوړزګي اړينه کچه راټيټيږي. هغه وايي د غوړزګي او مايعاتو کمښت د پوست د ګونجلک کېدو او په دې توګه له وخت څخه مخکي د زړېدو لامل کيږي.
د زياتو خوږ څيزونو خوراک
د زياتو خوږو خوړلو له کبله نه يوازي د انسان وزن ژر زياتيږي، بلکي انسان ژر زړيږي هم. له سانتياګو څخه د پوستکي د روغتيا کارپوه، ستوارت وايي:«د بورې ماليکيولونه د پوست د حجرو سره مخلوطيږي او له کبله يې پوست غير هموار کيږي.» د هغه په وينا له دې کبله د زياتو خواږه شيانو خوړونکو انسانانو پوست بې ژونده شانته ښکاري او ګونځي پيدا کوي. هغه زیاتوي چي بيا پر سترګو يې توري حلقې هم راڅرګنديږي.
کب ژوند اوږدوي
له بروکلين څخه د غذايي چارو د کارپوه، فرانکي کوهن په وينا په يو شان کبانو او مغز لرونکو وچو ميوو کي د اوميګا ۳ په نوم غوړ موجود وي چي د انسان پوست ته اړين مايعات ورکوي او هغه له ګوجي کېدو څخه ساتي. دغه غوړ د زړه او د دماغ له پاره هم ګټور دي. کارپوهان وړانديز کوي چي په اونۍ کي دوه ځله د کب خوړل د ژوند د اوږدېدو او د روغتيا د بهتره کيدو لامل کيږي.