کملا هېرس ولي نوی تاريخ وليکی؟
۱۳۹۹ آبان ۱۹, دوشنبهاعلان
کملا هېرس په خپل سياسي ژوند کي زيات شمير کارونه د لومړي ځل له پاره کړي او له همدې کبله بعضي کتونکي حتی فکر کوي چي ښايي هغه يو وخت د امريکا لومړۍ ښځينه ولسمشره هم سي. له واشنګټن څخه د آلمان ږغ همکارې اينس پوهل د کملا هېرس پر شخصيت لاندنی لنډ مطلب ليکلی دی:
له نن څخه ۲۵ کاله وروسته به د امريکا په متحده ايالاتو کي نور سپين پوستي اکثريت نه وي بلکه د غير سپين پوستو امريکايانو شمېر به په لوی احتمال د ټول نفوس له نيمايي څخه زيات سوی وي. د امريکا په متحده ايالاتو کي د هغو رايه ورکوونکو شمير هم له دې کبله مخ په زياتېدو دی، چي ريښې يې په اروپايي هيوادونو او ټولنو کي نه بلکه د آسيا او افريقا په سترو وچو کي دي.
بعضي سياسي کتونکي وايي چي جو بايډن چي کله د خپلې مرستيالي په توګه د کملا هېرس انتخاب کاوه، نو مقصد يې دا وو چي وښيي چي هغه په ډېره ښه توګه پوهيږي چي په راتلونکو کالونو او لسيزو کي به د امريکا په ټولنه کي څه ډول تغيرات رامنځ ته سي.
د مور له خوا هندۍ ريښې لرونکې کملا هېرس
د کملا هېرس مور شياملا ګوپالن په ۱۹۶۰ کال له هند څخه د امريکا و متحده ايالاتو ته تللې وه. شياملا ګوپالن د سېنې پر سرطان طبي تحقيق کاوه. د کملا پلار ډونلډ هېرس د اقتصادي چارو پروفيسور ؤ چي له جمائيکا هيواد څخه د امريکا متحده ايالاتو ته تللی وو.
کملا د ۷ کالو وه کله چي يې مور او پلار سره جلا سول. له هغه وروسته د کملا او د هغې د خور مايا روزنه د هغوی مور وکړه. کله چي يې مور د تحقيق له پاره د کاناډا مونټريال ته ولاړه، نو دواړي لوڼي يې هم د ځان سره کاناډا ته بوتلې.
زېږېدنه په کاليفورنيا کي
د کملا زېږېدنه د امريکا د متحده ايالاتو د کاليفورنيا ايالت په اوک لېنډ ښار کي سوېده. همدغه ښار د کملا د بالغېدو وروسته د هغې د کورنۍ پر ژوند زيات اغېز درلود. کملا هېرس ته د ۱۹۷۰ په لسيزه کي د يوې پيغلي په توګه دا تجربه سوې وه چي که د چا پوستکی سپين نه وي نو د امريکا په متحده ايالاتو کي د څه ډول ټولنيزو حالاتو سره مخامخ کيدلای سي.
کملا هېرس خپل د ژوند سرګذشت هم ليکلی دی چي د «The Truths We Hold» تر عنوان لاندي د کتاب په شکل چاپ سوي دي. هغې په دغه کتاب کي ليکلي دي چي هغې د پوهنتون د محصلۍ پر وخت لا په هغه غورځنګ کي ونډه اخيستل پېل کړې وه چي په متحده ايالاتو کي د مدني حقونو د غوښتنې له پاره وو. هغې ليکلي: «زموږ مور زموږ څخه قوي مېرمني جوړي کړې. هغې به ويل چي دلته او هلته شکايتونه مه کوئ بلکه په عمل کي هم يو څه وکړئ.»
د سياست او حقوقو تحصيل
کملا هيرس له واشنګټن څخه د سياسياتو په برخه کي تحصيلي سند تر لاسه کړ او بيا يې په سان فرانسيسکو کي د حقوقو په برخه کي لوړي زدکړي وکړې. هغې په ۱۹۹۰ کال د دولتي څارنوالې په توګه دنده پېل کړه او ډېر ژر يې په دې ډګر کي برياوي ولرلې.
په ۲۰۱۰ کال کملا هېرس له کليفورنيا ايالت څخه د څارنوالۍ د وظيفې له پاره خپل ځان کانديد کړ او د شپږو نورو کانديدانو څخه يې دغه سيالي وګټله. د امريکا په متحده ايالاتو کي دغه وظيفه نه يوازي د لوی څارنوال په توګه وي بلکه د عدلي چارو د وزير د وظيفې سره هم برابره وي. کملا هېرس د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت د کليفورنيا د ايالتي عدلي چارو د وزيري په توګه لوړه وکړه.
د يهودي وکيل ډګلس ايمهوف سره واده
کملا هېرس په ۲۰۱۴ کال د ډګلس ايمهوف په نوم وکيل سره واده وکړ. کملا هېرس نوم څو ځله د امريکا د متحده ايالاتو د دموکرات ګوند د مشرۍ له پاره تر بحث لاندي راغلی دی.
کله چي به ۲۰۱۹ کال د دموکرات ګوند له خوا د ولسمشرۍ له پاره د جو بايدن، برني سېنډرس او الزبته وارين نومونه د ممکنه کانديدانو په توګه يادېدل نو د کملا هېرس نوم هم په اړونده ليسټ کي شامل وو. کله چي جو بايدن ولسمشرۍ ته کانديد سو نو هغه د مرستيالۍ له پاره کملا هېرس ونوموله.
په ټاکنو کي څو ځانګړي وياړونه
د ولسمشر په توګه د جو بايډن د ټاکل کېدو سره سم کملا هېرس د امريکا د متحده ايالاتو لومړۍ مېرمنه ده چي د ولسمشر مرستياله به وي. د دې تر څنګ به هغه لومړنی کس وي چي غير سپين پوستی خو د ولسمشر مرستيال به وي. پر دغو علاوه کملا هېرس لومړنۍ هندي الاصله سياستواله ده چي دغې وظيفې ته ټاکل کيږي.
د راتلونکي زېږديز کال په جنورۍ مياشت چي کله جو بايډن ولسمشر کيږي او د ولسمشر په توګه خپله لوړه کوي نو د هغه عمر به ۷۸ کاله وي. تر نن پوري د امريکا په متحده ايالاتو کي د دومره زيات عمر کس نه دی تېر سوی چي ولسمشر سي. د دې امکان سته چي جو بايډن د خپل زيات عمر له کبله د ولسمشرۍ د خپلې دورې له پوره کېدو مخکي د ولسمشر خپل وظايف پرېږدي.
په داسي يو صورت کي به کملا هېرس بې له دې چي له سره ټاکنې تر سره سي د امريکا لومړۍ ولسمشره کيدلای سي. که داسي وسي نو دا به لومړی ځل وي چي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ په سپينه ماڼۍ کي د واک چاري د يوې مېرمني په لاس ورځي. دا لومړۍ مېرمنه به ښايي کملا هېرس وي.
اينس پوهل/ا.ا./ب.ص.
اعلان