انځورونه: د نړۍ تر ټولو غوره روغتونونه په ۲۰۲۰ کال کې
د نيوزويک مجله هر کال د طبي ډاکترانو، د درملنې د کدرونو او د ناروغانو په منځ کې د نظرپوښتنې د لارې د نړۍ د تر ټولو ښو روغتونو چې لږ تر لږه ۱۰۰ بستريز وي، ليست خپروي. انځورونه يې وګورئ.
لومړی مقام: د مايو کلينيک، راچستر امريکا
د مايو کلينيک په ۱۸۸۹ کال په مينسوتا کې تاسيس شو او په فلوريدا او آريزونا آيالتونو کې بېلابېلې څانګې لري. دغه کلينيک ۶۵ زره کارکوونکي لري او په کال کې ۱۲ مليارډه او ۶۰۰ ميليونه ډالره عايد لري. هغه د تحقيقاتو او طبي زدکړو په برخه کې هم فعاليت کوي.
دويم مقام: د کليفلند کلينيک
د کليفلند روغتون د امريکا په اوهايو آيالت کې پروت دی چې په ۱۹۲۱ کال د ۶۹ هکټاره پر يوې ساحې باندې آباد شوی دی. هغه ۱۹ مرکزونه او د کورنۍ د روغتيايي مراقبت څانګې لري. د امريکا پرته دغه کلينيک په ابو ظبۍ او د کاناډا په تورونتو کې هم نورې څانګې لري. يوه شعبه يې په ۲۰۲۱ کال کې په لندن کې پرانيستل کيږي.
دريم مقام: د امریکا د ماساجوستس عمومي روغتون
دغه روغتون په بوستون آيالت کې پروت دی چې په هاروارد پوهنتون پورې تړلی تر ټولو پخوانی د تحقيقاتو او زدکړو مرکز دی. هغه په ۱۸۱۱ کال کې تاسيس شوی دی. دغه روغتون ۹۰۶ بسترې، ۱۹ زره د درملنې کدرونه، ۲ زره او ۵۰۰ طبيبان، په کال کې يو ميليون عاجل مراجعين، ۲۵ زره جراحي عمليات، ۳ زره زېږونونه او نور طبي خدمتونه وړاندې کوي. هغه سربېره پر دې د تحقيقاتو له پاره هر کال ۵۰۰ ميليونه ډالره پيسې لګوي.
څلورم مقام: د کاناډا د تورونتو عمومي روغتون
دغه روغتون په کاناډا کې د پوهنتوني تحقيقاتو د شبکې يوه برخه ده چې په ۱۸۱۲ کال کې يې بنسټ ايښودل شوی. هغه ۴۷۱ بسترې لري او د کارديولوژۍ او د غړو د پيوند په برخه کې په مخکښو روغتونو کې راځي. د سږو لومړني پيوند په ۱۹۸۶ کال کې په دغه روغتون کې صورت ونيو.
پنځم مقام: د آلمان د برلين ښار د شاريتې روغتون
شاريتې روغتون په ۱۷۰۹ کال تاسيس شو چې ۳ زره او ۱۱ بسترې لري. هغه ۲۹۰ پروفيسران، له ۸ زرو زيات د طب محصلين، ۱۸ زره او ۷۷ طبي پرسونل او په کال کې دوه مليارډه يورو عايد او په دې ترتيب په اروپا او نړۍ کې په تر ټولو سترو طبي تاسيساتو کې شمېرل کيږي.
شپږم مقام: د جانز هاپکينز روغتون
د طبي څېړنو پوهنځی جانز هاپکينز چې د امريکا د مريلند په بالتيمور کې پروت دی، په ۱۸۸۹ کال تاسيس شو. دغه روغتون د امريکا په تاريخ کې يوازنی کلينيک دی چې په تېرو ۲۱ کلونو کې پر له پسې د بهترينو روغتونو لقب خپلوي. هغه د بېلابېلو متودونو لکه د طبي ډاکترانو د اضافي زدکړو چې رزيدنتي سيستم ورته وايي، د رامنځ ته کېدو اصلي ځای دی.
اووم مقام: د سويس د زوريخ پوهنتوني روغتون
هغه روغتون چې په ۱۷۳۴ کال کې يې د بنسټ ډبره کښېښودل شوه، اوس ۴۴ کلينيکونه او ۹۰۰ بسترې لري. د زوريخ پوهنتوني روغتون ۱۴۰۰ ډاکتران او ۷۴۰۰ تنه طبي پرسونل لري چې د نړۍ له ۸۷ هېوادونو څخه راځي. د دغه روغتون کلنی عايد يې څه باندې يو نيم مليارډه سويسي فرانک دی.
اتم مقام: د سنګاپور عمومي روغتون
دغه ۷۰۰ بستريز روغتون په ۱۸۲۱ کال د هغو بريتانوي سرتېرو له پاره تاسيس شو چې په سنګاپور کې مستقر ول. په دغه روغتون کې څلور تخصصي مرکزونه د سترګو، زړه، سرطان او غاښونو د طبابت په شمول، ځای لري.
نهم مقام: په اسرائيل کې د شيبا روغتون
د شيبا په نوم د درمنلې مرکز ۱۷۰۰ بسترې لري چې په اسرائيل کې تر ټولو ستر روغتيايي مرکز دی. هغه د تل ابيب په رمت کې قرار لري. دغه مرکز د باکيفيته طبي خدماتو او څېړنو په عرضه کولو سره، په تېره د سرطان په برخه کې نړيوال شهرت لري. په عکس کې د کرونا د واکسين ازمايښتي پړاو ليدل کيږي.
لسم مقام: د سويډن د کارولينسکا پوهنتوني کلينيک
دغه يو زرو او ۶۰۰ بستريز روغتون چې ۱۵ زره تنه د درملنې او دوه زره او سل تنه د تحقيقاتو کدرونه لري، نوی جوړ دی. هغه په ۲۰۰۴ کال کې د سويډن په ستاکهالم ښار کې خپل کار پيل کړی دی. دغه روغتون په کال کې ۱۲ مليارډه او ۲۰۰ ميليونه کرونه عايد لري.
يولسم مقام: د دنمارک د آرهوس پوهنتوني روغتون
د آرهوس ښار د دنمارک په ختيځ د يولاند په نيمه ټاپو کې قرار لري. دغه روغتون په ۲۰۱۱ کال کې په ۱۱۵۰ بسترو ظرفيت سره جوړ شوی دی. په دغه روغتون کې ۱۰ زره او ۲۰۰ تنه د درمنلې د کدر په توګه په ۴۴ څانګو کې کار کوي.
دولسم مقام: د پيتي - سالپتريز روغتون په فرانسه کې
دغه ۱۶۰۳ بستريز روغتون د پوهنتوني روغتونو په مخکښو مرکزونو کې شمېرل کيږي. هغه د پاريس په سوربون پوهنتون پورې اړه لري. دغه روغتون په ۱۶۳۸ کال کې د څوارلسم لوئي په دستور جوړ شو.
ديارلسم مقام: د سويس د لوزان پوهنتوني روغتون
دغه ۱۵۶۸ بستريز روغتون په ۱۸۹۰ کال د سويس په لوزان ښار کې تاسيس شو. دغه روغتون ۹ زره تنه طبي پرسونل، ۴۵ زره ناروغان او په کال کې درې رزه زېږونونه لري چې د نيوزويک ليست مطابق په ۲۰۱۹ کال کې د سويس د تر ټولو ښه او د نړۍ د نهم غوره روغتون په فهرست کې يې ځای نيولی دی.
څوارلسم مقام: د آلمان د هايدلبرګ پوهنتوني روغتون
دغه روغتون په ۱۳۸۸ ميلادي کال د آلمان په هايدلبرګ ښار کې تاسيس شو. هغه ۱۹۹۱ بستريز دی او ۱۳۷۳۰ تنه پکې د خلکو درملنه پر غاړه لري. د هغوی له جملې څخه ۱۷۸۱ تنه ډاکتران دي. ناروغان په دغه روغتون کې په ۵۰ بېلو رشتو کې تداوي کيږي. د هايدلبرګ پوهنتون د طب تقريبا ۳۶۰۰ محصلين هم روزي.
د ميشيګن پوهنتوني روغتون
دغه روغتون په ۱۸۶۹ کال تاسيس شو. د ميشيګن روغتون ۲۶ زره تنه طبي پرسونل او په کال کې دوه ميليونه ۴۰۰ زره عاجل مراجعين لري. هغه ۵۴ زره جراحي عمليات او ۴۴۰۰ زېږونونه په خپله کارنامه کې لري.