«آلمان دي خطر سره مخ افغانانو د منلو پرواګرم ته دوام ورکړي»
۱۴۰۳ آذر ۱۶, جمعه۲۶ مرستندویه او د بشري حقونو سازمانونو د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې په آلمان کي د هغو افغانانو د منلو پروګرام د احتمالي پاته رسېدو په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده چې په ځانګړي ډول د طالبانو له خطر سره مخامخ دي.
یاده اعلامیه کاږي چې په دې پروګرام کې شاملو سازمانونو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د نویو انتخاباتو تر ترسره کیدو پورې «د منلو نوي ژمني صادرې نه شي.»
سازمانونو خبرداری ورکړی دی چې د یاد پروګرام درول ممکن "د هغو کسانو له پاره خورا جدي پایلې ولري چې خوندیتوب ته اړتیا لري."
دغو سازمانونو چې د بخښنې نړیوال سازمان، د مرستندویه سازمانونو ټولنه، د آلمان د مدافع وکیلانو ټولنه او د بې سرحده خبریالانو اتحادیه هم پکښې شامل دي، په ګډه یې په اعلامیه کې ویلي دي چې ښایې په زرګونه خلک "په یو نامعلومه او سخت وضعیت کې پاتې شي."
یادو سازمانونو نیوکه کړې ده چې د دې پروګرام هدف د ۳۶۰۰۰ کسانو منل ول، نو ځکه اوس دا د منلو نه ده چې یوازي د ۳۰۰۰ کسانو په منلو سره پای ته ورسیږي.
د آلمان د فدرالي حکومت دغه پروګرام په ۲۰۲۲م کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته پیل شو. د دې پروګرام موخه د هغو افغانانو منل وه چې د خپلو بشري حقونو د فعالیتونو له امله د طالبانو تر ګواښ لاندې دي او یا د تېر حکومت په سیاسي او قضايي څانګو کې یې کار کړی و. ټاکل شوې وه چې د دې پروګرام له لاري هره میاشت ۱۰۰۰ کسان ومنل شي.
په اصل کې ویل شوي ول چې دا پروګرام به د ۲۰۲۵م کال تر سپټمبر مياشتي پورې دوام وکړي، دا ځکه چې ټاکل شوې وه د آلمان اوسنۍ مقننه دوره د راتلونکي کال په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسیږي، خو د واکمن ائتلاف له ړنګیدو وروسته به د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ په میاشت کې نوي انتخابات ترسره شي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند تېره اوونۍ تائید کړه چې نویي دوسیې په اوس وخت کې نه څېړل کېږي، بلکې هڅې روانې دي چې د منل شویو کسانو دوسیې وڅیړل شي.
یادو ادارو ویلي دي چې د انفرادي قضیو بیاکتنې باید دوام ومومي او هغه کسان چې دمخه غوره شوي باید د آلمان د مهاجرت ادارې له خوا ارزيابي شي.
یادو سازمانونو دا هم ویلي دي چې «کوم افغانانو چې د منلو ژمنه ترلاسه کړې، او اوس هم په پاکستان یا افغانستان کې پاته دي، باید [هرو مرو] راویستل شي.»
اعلامیه دا هم کاږي چې، "د آلمان راتلونکی حکومت باید "په افغانستان کې د ډراماتیک وضعیت په پام کې نیولو سره، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو له پاره چې په افغانستان کې د خطر سره مخامخ دي، آلمان ته د راتګ لاره پيدا کړي."
د آلمان له خوا د افغانانو د منلو په پروګرام کې کابل لفت بروکه هم دخیله ده، دغه مرستندویه سازمان د آلمان پر حکومت نیوکه کړې ده چې دغه هیواد د منلو ژمني نه صادروي، په داسې حال کې چې « شته بودیجه د ۱۷ زرو نورو کسانو د منلو له پاره هم کفایت کوي.»
د آلمان د مدافع وکیلانو اتحادیې ویلي دي چې د دغه پروګرام له لارې یوازې ۸۶۴ کسان آلمان ته را لېږدول شوي دي.