که تدابير مراعت نه سي، لس ميليون انسانان په کرونا اخته کيږي
۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبهد رابرت کوخ انستيتوت مشر لوتار ويلر د چهارشنبې په ورځ په برلين کي وويل، چې دا ډول يوه سناريو به هغه وخت په حقيقت بدله سي چي د آلمان د حکومت له خوا وضعه سوي تدابير مراعات نه سي. د هغه په خبره: موږ ددغي ناروغۍ له يوه چټک پرمختگ سره مخامخ يوو.
ويلر له خلکو څخه غوښتنه کوي چي خپلي ټولنيزي اړيکي رامحدودي کړي او زياتوي چي دغه ويروس يوازي او يوازي د انسان له خوا بل انسان ته انتقاليږي.
په دې ترڅ کي د رابرت کوخ انستيتوت په ټول آلمان کي د څه ناڅه ۸۲۰۰ مثبتو پيښو د ثبت په اړه معلومات تر لاسه کړي چي د تيري ورځي په پرتله پوره ۱۰۰۰ تنه زياتوالی ښيي.
له بلي خوا د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل به هم نن ماښام د تلويزيون له لاري د کرونا ويروس د پراخيدو په وړاندي د آلمان د حکومت د تدابيرو په هکله معلومات ورکړي.
د عيسوي نوي کال په مناسبت ويناوو څخه پرته ، دا اول وار دی چي ميرکل د خپلي صدراعظمۍ په دوره کي د تلويزيون له لاري مستقيماً، اولس ته خپله وينا اوروي.