آلمانانو د ۲۰۲۰م کال له پاره ځانته کوم اهداف ټاکلي دي؟
د ۲۰۲۰م کال په درشل کې یو. آلمانان د نوی کال له پاره د کومو کارونو اراده او نیت لري؟ یوه نظر پوښتنه ښیې چې آلمانانو د ۲۰۲۰ کال له پاره ځانته کوم اهدف ټاکلي دي.
۱. د شترس يا فشار کمول
د «ډي ای کا» د بیمې شرکت د نظرسنجې په اساس ۶۴ سلنه آلمانان غواړي چې په نوي میلادي کال کې لا زیاته آرمتیا ولري او خپل ورځنۍ شترس را کم کړي.
۲. خپلې کورنۍ او دوستانو ته ډیر وخت ورکول
د کریسمس په ورځو کې آلمانان ډیر شترس لري. هره ورځ د کریسمس له مختلفو خوړو سره میلمستیاوې د خلکو شترس زیاتوي. جنتري له دوستانو او خپلوانو سره د ملاقاتو له وختونو ډګه شوې ده. د دې له پاره چې د کال په پای کې دغه شترس کم شي، باید د کال په جریان کې د ملاقاتو په وخت کې تغیرات رامنځته شي. ۶۴ سلنه آلمانانو تصمیم نیولی چې په راتلونکي کال کې به خپلو دوستانو او خپلوانو ته ډیر وخت ورکوي.
۳. له چاپیریال سره آګاهانه چلند
د ښوونځي د زده کونکو اعتصاب او مظاهرې(جمعه د راتلونکي له پاره) چې د ګرتا تونبرګ په وسیله په لاره اچول شوې وې، د دې سبب شول چې آلمانان د چاپیریال په هکله تجدید نظر وکړي لږ تر لږه د راتلونکي کال له پاره د خپلو ښو اهدافو په برخه کې. په دې نظر سنجې کې ۶۴ سلنه آلمانانو ویلي دي چې په ۲۰۲۰ م کال کې غواړي له چاپيریال سره په لا زیات آګاهانه ډول چلند وکړي.
۴. لا زیات ورزشي فعالیتونه
په دې نظر سنجې د برخه اخیستونکو کسانو ۵۶ سلنو یي ویلي دي چې غواړي په ۲۰۲۰م کال کې لا زیات ورزشي فعالیتونه ولري.
۵. ځانته وخت ورکول
د یوه ساحل په اړه فکر وکړئ. د سمندر څپې ستاسې د سترګو مخ ته دي او یواځنی کار چې تاسې یي کوئ هغه دا دی چې کومې شیبې مو چې د ځان له پاره ځانګړې کړي دي له هغې څخه خوند واخلئ. ۵۳ سلنه آلمانانو هیله ښودلې ده چې په ۲۰۲۰م کال کې به ځانته یو څه ډیر وخت ورکوي.
۶. سالم خواړه
همدارنګه ۵۳ سلنه آلمانانو پریکړه کړې چې په راتلونکې کال کې به په خپلو خوړو کې سبزیجات او د تازه میوو استعمال زیاتوي او برعکس د مالګې، کارپوهایدریت او غوړ په استعمال کې به کمښت راولي.
۷. د وزن کمول
سالم خواړه او ورزش د وزن له زیاتیدو څخه د مخنوي په برخه کې مرسته کوي. خو په دې نظر پوښتنه کې ۳۶ سلنه ګډون کونکو ویلي دي چې غواړي په ۲۰۲۰م کال کې په هدفمنده توګه د خپل وزن په کمولو کار وکړي.
۸.د پيسو سپما
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د معلوماتو له مخې هالنډیان، ډنمارکیان، سویډنیان او د سویس خلک د آلمانانو په پرتله له خپل عاید سره اقتصادي برخورد یا احتیاط کوي. نږدې ۳۱ سلنه آلمانانو ویلي دي چې غواړي په راتلونکې کال کې ډیرې پيسې ؤسپموي.
۹. انټرنټ ته لږ وخت ورکول
د علمي مطالعاتو پر بنسټ په انټرنټ او په ځانګړي توګه ټولنیزو شبکو کې ځان ډیر مصروفول لکه د اعتیاد په څیر مضره دی. ۴۷ سلنه آلمانان غواړي چې په راتلونکي کال کې د ډیر وخت له پاره آفلاین پاتې شي.
۱۰. تلویزون ته لږه ناسته
کله چې خلک خپل ډیر وخت د دوستانو، ورزش او د سالمو خوړو د برابرولو له پاره ځانګړي کړي، نو طبیعي ده چې د تلویزون د لیدلو له پاره لږ وخت پاتې کیږي. ۱۹ سلنه آلمانانو ویلي دي چې غواړي د تلویزون لیدل راکم کړي.
۱۱. د الکهولو استعمال کمول
تر چک جمهوریت، نامیبیا او اتريش وروسته آلمانان ډیر بیر استعمالوي. ۱۵ سلنه آلمانان غواړي چې په ۲۰۲۰م کال کې د الکهولو مصرف کم کړي، خو دا معلومه نه ده چې آیا دا مسئله د بیرو(د اوربشو اوبه) د استعمال د کمولو په برخه کې هم صدق کوي، که څنګه؟
۱۲.د سګریټو پریښودل
د سګریټو د ټولو پیژندل شویو خطرونو سربیره، یو پر څلورمه برخه آلمانان سګریټ څکوي. په دې نطر سنجې کې یوازې ۱۱ سلنه آلمانانو ویلي دي چې غواړي په ۲۰۲۰م کال کې سګریټ څکول پریږدي. دقیق د تیر کال په څیر. څیړنې ښيې چې د سګریټو پریښودل یو له هغو اهدافو او غوښتنو څخه دی چې په ندرت سره عملي کیږي.
په آلمان کې د یوې نظر پوښتنې ګډون کونکي پوښتل شوي دي چې د ۲۰۲۰م کال له پاره یي ځانته کوم اهداف ټاکلي دي او د کومو کارونو د کولو یا پریښودلو اراده لري؟