اتريش کې زړې مېرمنې د ښي اړخو ضد مظاهرې کوي
۱۳۹۷ خرداد ۱۲, شنبهد اتريش د پلازمېنې وين په مرکز کې مېرمنې د ښځو د حقونو له پاره مظاهره کوي. دا ځل هم د زړو ښځو يوه ډله پکې برخه لري. هغوی د دولتي اوپرا د ودانۍ مخکې سره راټوليږي او يو خاص نښان هم لري، يعنې رنګارنګې وړينې خولۍ په سروي او يو سپين ستيکر هم ورسره دی چې ورباندې ليکل شوي دي: «د ښي اړخو پر ضد نيا ګانې». برون هيلده او اليزابېټ چې دواړه د اويا کلونو څخه زيات عمر لري، همدا اوس را ورسېدلې. هغوی خوشحاله دي او په موسکا سره وايي: «د نيا په صفت سړی د نورو په نسبت ډېر وخت لري. ځکه نو په ژوند کې د نورو مهمو شيانو غم هم خوړلی شو.»
ورپسې هغوی د اتريش د حکومت په هکله هم خبرې کوي او د خوشحالۍ او موسکا پر ځای اوس جدي ښکاري: «پخواني شيان همدا اوس بيا تکراريږي. موږ بېرته د شلمې پېړۍ دېرشمو کلونو ته د ستنېدو په حال کې يو چې دا يو بد کار دی. دغسې يو راتلونکی زموږ د آولادونو له پاره ښه نه دی.»
د نيا لغت د کليشه يي افکارو پر ضد کاريږي
د زړو مېرمنو دغه ډله اوس په اتريش کې د محافظه کار او عوام پال حکومت پر ضد د خلکو يو وتلی غورځنګ جوړ شوی چې غړې يې تر ټولو مشهورې څېرې ګرځېدلې دي. په اتريش کې د حکومت ضد مظاهرو په لړ کې ټولې رسنۍ د دوی په هکله هم رپوټ چمتو کوي. دغه غورځنګ ايله اووه مياشتې پخوا د فيسبوک د يوې ډلې په توګه تاسيس شوی چې اوس څه باندې ۳۰۰ غړي لري. د اتريش د «او ار اف» چېنل خبرياله، زوزانه شول د غورځنګ يوه بنسټ ايښودونکې ده چې هغه خپله هم د خوځښت د برياليتوب له کبله حيرانه ده. هغه وايي: «موږ په اوله مظاهره کې اته کسان وو، په دويمه کې پنځوس او په دريمه کې ۲۰۰ کسان راسره وو. ما هيڅ دغسې انتظار نه و لرلی.»
دا چې د نياګانو لغت يې ځان ته انتخاب کړی دی، د دوی يو شعوري عمل و څو د زوزانه شول په خبره د کليشه يي افکارو پر ضد مبارزه او مظاهره وکړي. دوی په دې اړه وايي: «په اول سر کې ويل کېدل چې د نيا لغت منفي بڼه لري. دا هغسې زړې ښځې دي چې وړۍ اوبدي او په کور کې ناستې وي. خو ما وويل چې اصلي ښه خبره خو همدا ده. موږ دغسې نياګانې نه وي چې يوازې په کور کې ناستې وي او صرف خپل لمسيان پالي.» د ښي اړخو پر ضد د نياګانو غورځنګ له دې کبله ځان د ټولنيز او مدني احتجاج د يوه خوځښت په سترګه ويني چې شعار يې دی «زوړوالی د ګونګوالي معنی نه ورکوي». دوی غواړي چې په سياسي سکالو ګانو او بحثونو کې اشتراک وکړي او د ښي اړخو او عوام پالو ګوندونو پر ضد خپل غږ پورته کړي.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (21.06.2016):