اسرائیل د بخښني نړيوال سازمان تور رد کړ
۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبهد بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې خپلې موندنې یې د تیرو څو میاشتو پيښو، د اسرائیل د دولتي چارواکو د «غیر انساني اونسل وژنې» پر مبنا څرګندونو، د سټلایټ په وسیله د ویجاړیو د اخیستل شویو انځورونو، په سیمه کې د کارمندانو او د غزې د اوسیدونکو د رپوټونو پر بنسټ ترلاسه کړي دي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله نوموړي سازمان چې مقر یې په لندن کې دی، خپل رپوټ د نړیوالې ټولنې له پاره «د خطر زنګ» بللی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان مشرې ایګنس کالامارد، ویلي دي «اسرائیل هره میاشت له فلسطینیانو سره غیر انساني چلند کوي، کوم چې د بشري حقونو او عزت سره په ټګر کې دی او په نړیواله کچه د قلسطينیانو د لمنځه وړلو له پاره د اسرائیل اراده څرګندوي.»
د کالامارد په وینا: «زموږ خواشينونکي پایلې باید د نړیوالې ټولنې له پاره د خطر زنګ و انګیرل شي. دا نسل وژنه ده چې اوس باید بنده شي.»
د اسرائیل غبرګون
اسرائیل د نسل وژنې هر ډول تورونه په پرله پسې ډول ردوي. دغه هیواد وایي چې نړیوالو قوانینو ته یې درناوی کړی دی او په غزه کې له پولې اخوا د حماس له برید وروسته، د ځان د دفاع کولو حق لري.
اسرائیل د ایمنیسټي په رپوټ کې پر دغه هیواد د نسل وژنې تورونه له یهودانو سره د دښمنۍ په بللو سره په سختۍ سره رد کړي دي. اسرائیل د انصاف نړیوالې محکمې دغه تورونه ننګولي دي او د نړیوالې جنایي محکمې هغه تور یې هم رد کړی دی چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع پخواني وزیر «په غزه کې جنګي جنایت» کړی دی.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د غندلو وړ او جنوني سازمان ایمنیسټي انټرنیشنل یو وار بیا له ځانه جوړ کړی رپوټ وړاندې کړی دی چې ټول درواغ دي.»
اسرائیل د حماس په تورنولو سره ویلي دي: »حماس چې د اسرائیل د نیست او نابودولو اراده ېې کړې ده په اسرائیل کې یې له ترهګریز برید کولو سره قتل عام وکړ، چې په نتیجه کې یې جګړه پیل شوه.
اسرائیل دا هم ویلي دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د ځان دفاع کوي او جګړه یې د غزې له خلکو سره نه، بلکې له حماس سره ده.
ایمنیسټي پر اسرائیل د ۱۹۵۱م کال د نسل وژنې ضد کنوانسیون د نقضولو تور لګولی دی: «هغه [اسرائیل] د یوه پلان شوې طرحې پر اساس د غزې فلسطیني اتباع په فزیکي ډول لمنځه وړلو سره په کراره کراره د مرګ پر لور ور ټيل وهي.»