محمد اسماعیل شاکر، کابل۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبهد اسیايي پراختیايي بانک تازه راپور وایي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د افغانستان اقتصادي وده تر ۲،۵ سلنه، لوړه نه شي. په راپور کې سیاسي او امنیتي کړکیچونه د افغانستان د اقتصادې ودې پروړاندي تر ټولو ستر خنډونه بلل شوي. اسیايي پراختیايي بانک په راتلونکو دوو کلونو کې پر افغانستان د نړېوالو مرستو د کمښت وړاندوینه هم کړې ده.