افغانستان له زمبابوي د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ وګټله
۱۴۰۳ آذر ۲۴, شنبهافغانستان د زمبابوې پر وړاندې ننۍ لوبه په درو ويکټو وګټله. تر دې مخکې په شوو دوو لوبو کې لومړنۍ زمبابوې او دوهمه افغانستان ګټلې وه.
افغانستان نن شنبه د دسمبر ۱۴مه له زمبابوې سره د کریکټ د شل اوریزو سیالیو د دریمې او روستۍ لوبې په ګټلو دغه لوبلړۍ دوه پر يو وګټله. افغانستان ننۍ لوبه په درو ويکټو وګټله. تر دې مخکې په شوو دوو لوبو کې لومړنۍ زمبابوې او دوهمه افغانستان ګټلې وه.
په ننۍ لوبه کې لومړی زمبابوې توپوهنه وکړه په داسې حال کې چې یو توپ پاتې وو ټول لوبغاړي ېې وسوځېدل او افغانستان ته ېې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه. افغانستان په خپل وار سره دغه هدف په داسې حال کې چې ۷ لوبغاړي ېې سوځېدلي وو او درې توپونه پاتې و، پوره کړ. د افغانستان د کريکټ بورډ په حواله، په ننۍ لوبه کي «لوبډلمشر راشد خان بهترینه توپ اچونه وکړه او ۴ ويکټې ېې ترلاسه کړې.»
کريکټ بورډ تر دې مخکې ويلي وو چې افغانستان له زمبابوې سره د په مختلفو فارمتونو کې لوبې لري. د سرچينو په حواله، دواړه ټيمونه به د دسمبر په ۱۷مه د پنځوس اوریزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه ولري.
له آرشیف څخه: