د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر تر ۳۰۰ اوښتی
۱۳۹۴ آبان ۵, سهشنبهد افغان او پاکستاني چارواکو په حواله د دوشنبې په ورځ د ۷،۵ درجې په شدت د یوې زلزلې د رامنځ ته کیدو له کبله ۲۳۷ تنه په پاکستان کې وژل شوي او ۷۴ تنه بیا په افغانستان کې. د دغې زلزلې مرکز په افغانستان کې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې وو.
د اسوشیتد پرس خبري آژانس طبیعي پیښو ته د رسیدگۍ د چارو وزیر ویس احمد برمک، له قوله لیکلي دي چې په افغانستان کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې له کبله ۲۶۶ تنه ټپیان شوي هم دي. په تالقان کې ۱۲ نجونو په یوه ښوونځي کې د زلزلې پر مهال د گډوډۍ د رامنځ ته کیدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پاکستان
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دوی په دې هڅه کې دي چې د زلزلې له کبله زیانمنو شوو لیرې پرتو او غرنیو سیمو ته ځانونه ورسوي. د فرانس پرس خبري آژانس په پاکستان کې د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۱۴ او د ټپیانو شمیر بیا ۱۸۰۰ تنه ښوولی دی.
زیاته شوې ده چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ له څرخي الوتکو څخه کار اخیسته، څو د زلزلې قربانیانو ته مرستې ورسوي او د پوځ انجینرانو هڅه کوله چې د زلزله له کبله قطع شوي ارتباطي لاینونه بیرته ورغوي. په پاکستان کې د زلزلې له کبله په زرونو کورونه ویجاړ شوي هم دي.
د پیښور ښار ښاروال ارباب محمد عاصم د فرانس پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «په ښار کې ډیر شمیر کورونه او ودانۍ نړیدلي دي.» ډیر شمیر کسان تر خرابیو لاندې شوي دي او چارواکي داسې انديښنه لري چې ښایي د مرگ ژوبلې شمیر لا پسې لوړ شي.
هند
که څه هم د دغې زلزلې مرکز له هند څخه ډیر وړاندې وو خو بیا هم دغه زلزله د هند په شمال کې هم محسوسه شوې ده. پر دې سربیره دغه زلزله په تاجکستان، کرغیزستان او ازبکستان کې هم محسوسه شوې ده.
د هند صدراعظم نریندر مودي د زلزلې د رامنځ ته کیدو سملاسي وروسته ویلي دي چې هند دې ته چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې د افغانستان تر څنگ له پاکستان سره هم مرسته وکړي.