1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امازون غواړي ډېر کارکوونکي رخصت کړي

۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د امازون انټرنیتي شرکت د امریکايي رسنیو په حواله په خپل تاریخ کي د خپلو کارکوونکو تر ټولو ډېر جوابول پلان کړي دی.

https://p.dw.com/p/4JXgU
USA | Amazon
انځور: Richard Drew/AP Photo/picture alliance

لکه څنګه چي د نیویارک ټایمز او بلومبیرګ مالي انټرنیتي خدماتي شرکت ته معلومات رسیدلي، امازون غواړي حتی په دغه هفته کي لا د تقریباً ۱۰۰۰۰ کارځایونو په له منځه وړلو باندي شروع وکړي.

دغه شرکت په دې اواخرو کي په ټوله جهان کي تقریباً ۱،۵ ميلیونه کارکوونکي درلوده. د همدې نومبر میاشتي په سر کي لا امازون فیصله وکړه چي د انفلاسیون د لوړیدو او اقتصادي کسر د خطر په سبب نور کسان نه استخداموي.