1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآلبانیا

امريکا پر البانيا بيا سايبري بريد غندلی دی

۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

امريکا پر البانيا بيا سايبري بريد په سختۍ سره غندلی دی. مخکي تر دي البانيا ايران په دغه بريدونو کي په لاس لرلو تورن کړی وو. خو ايران يې په غبرگون کي دغه تور ردوي.

https://p.dw.com/p/4Gk5c
USA Ned Price Sprecher State Department
انځور: Alex Brandon/AP/picture alliance

البانيا د شنبي په ورځ اعلان کړی چې دغه هيواد يو ځلي بيا د سايبري بريد هدف گرځېدلی دی. د البانيا د داخله چارو وزارت د دغه خبر په اعلانولو سره زیاته کړې ده چې د جمعي په ورځ د هېواد د داخله چارو وزارت کمپيوتري سيستمونه تر سايبري بريد لاندي راغلي.

البانیا وايې، دغه بريد د هماغه سرچيني له خوا ترسره شوی چې په دي وروستیو کی له ايران سره د دغه هيواد د اړيکو پريکيدلو سبب شوی.

له دغي موضوع سره په غبرگون کي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ند پرايس د يکشنبې په ورځ پر خپل ټويټر ليکلي: «موږ پر خپل متحد او ناټو غړي هيواد البانیا باندي د سپتمبر پر نهمه نېټه سايبري بريد سخت غندو.»

ویاند ټينگار کړی چې «امريکا به د البانيا تر څنگ، د خپلو نورو متحدینو او شريکانو سره د سايبري او ويجاړونکو عواملو پر وړاندي د دفاع پياوړتيا ته دوام ورکړي.»