1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا متحده ایالاتو پر چین فشار زیات کړی

۱۳۹۸ مهر ۱, دوشنبه

په چین کې ایغوري مسلمان لږکي له لسیزو راهیسې له سرکوب سره مخامخ دي. اوس د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، له ایغوریانو سره د چین چلن د هغوی د «ټول کلتور د له منځه وړلو د هڅې» په توګه یاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/3Q5OY
China Uiguren
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي دي چې د چین په شین جیانګ سیمه کې د «سرکوب کمپاین» د تروریزم  پر ضد مبارزه نه ده بلکې «د خپلو اتباعو د اسلامي عقیدې او کلتور د له منځه وړلو هڅه ده.«

مایک پمپیو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په درشل کې د مرکزي آسیا هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه ملاقات کې ویلي دي چې «موږ له ټولو هیوادونو غوښتنه کوو چې د چین له خوا د ایغوریانو [شین جیانګ ته] د بیرته ګرځولو د غوښتنې پر وړاندې مقاومت وکړي.«

زياتره ایغوریان د چین په شمال لویدیځه سیمه شین جیانګ کې اوسیږي چې په نورو سربیره له قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان سره پوله لري.

د پمپیو دغه هڅه د هغه د مرستیال له ملاتړ څخه برخمنه ده. د دیپلوماتانو د څرګندونو له مخې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر جان سولیوان، د سه شنبې په ورځ په چین کې «په شین جیانګ کې د بشري حقونو کړکیچ» په نامه یوه غونډه تر سره کوي.

د بشري حقونو سازمان هیومن رایټس واچ اټکل کوي چې په شین جیانګ، کې یو میلیون انسانان د بیا روزنې په کمپونو کې ژوند کوي چې زیاتره یې ایغوریان دي. ایغوریان له نژادي پلوه ترکي ریښي لري او داسې احساس کوي چې د چین اکثریت هان قوم له لوري له سرکوبیدو سره مخامخ دي. 

په ۱۹۴۹م کال کې په پیکینک کې د کمونستانو واک ته تر رسیدو وروسته، هغوی دغه سیمه چې پخوا د ختیځ ترکستان په نامه یادیده له چین سره یوځای کړه. د چین حکومت پر ایغوري ډلو باندې د بیلتون غوښتنې او ترهګرۍ تور پورې کوي.

nob/se sr/sbs (dpa, rtre, ap)

زموږ له آرشیف څخه: