انسانانو ته د مرغانو انفلوانزا د سرایت خطر موجود دی
انسانانو ته د مرغانو انفلوانزا د لیږدیدو خطر اوس هم نه دی لمنځه تللی. د دغه وباء له امله په سلګونه زره مرغان وژل شوي دي. د کارپوهانو په حواله د مرغانو هر ډول ویروس انسانانو ته هم انتقالیدلی شي.
د ویروس د انتقال خطر
پر انفلوانزا له اخته شویو مرغانو سره د تماس پر مهال باید له ډیر احتیاط څخه کار واخیستل شي او د دغو مرغانو د انتقال په وخت کې باید له ماسک، دسکشو او مربوطه لباس څخه استفاده وشي.
چرګان او هګۍ
د چرګانو انفلوانزا د خپریدو له امله په اروپایې، افریقایې او آسیایې هیوادونو کې د یو شمیر فارمونو په سلګونه زره چرګان، چرګوړي او هګۍ له منځه وړل شوي دي.
دهوا مرغان
د مرغانو انفلوانزا نه یوازې د فارمي چرګانو بلکې د هوا د مرغانو یو شمیر نسلونه هم له ګواښ سره مخامخ کړي دي.
H5N1 ویروس
په ۱۹۹۰ میلادي کال کې د مارغانو د انفلوانزا یا د H5N1 ویروس د خپریدو له امله په زرګونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
کارپوهان
کارپوهان وایې چې که اوس دا ډول یوه وباء خپره شي، بیا به نو د انساني تلفاتو شمیر ډیر لوړ شي.
ساينس پوهان
اوس مهال داسې انګیرل کیږي چې پر انساني ټولنې د مرغانو انفلونزا د برید توان کم دی، خو ساينس پوهان د دې خطر له موجودیت څخه انکار نه کوي.
واکسین
د مرغانو انفلوانزا د مختلفو ډولونو تر پيژندل کیدو وروسته تر اوسه دا پریکړه نه ده شوی چې د کوم ویروس پر ضد وقایوي واکسین جوړ کړي.
د چرګانو والګی
په نړیواله کچه څو واره په مرغانو کې د انفلوانزا یا والګي وباء خپره شوی ده چې له امله په سلګونه زره چرګان او مرغان لمنځه وړل شوي دي.
د چرګانو انفلوانزا
د مرغانو انفلوانزا د مختلفو ډولونو تر پيژندل کیدو وروسته تر اوسه دا پریکړه نه ده شوی چې د کوم ویروس پر ضد واکسین جوړ کړای شي.
د اخته شویو مرغانو دفنول
اخته شوي مرغان د خلکو له استوګځایونو څخه لیري په ژوره ځمکه کې له ډیر احتیاط سره دفنیږي.
اخته شوي مرغان
د ایران په شمالي مرکزي سیمه کې په انفلوانزا یا والګي اخته شوی مرغه
نوي ډولونه
کارپوهان وایې چې د انفلوانزا د مخلفو ویروسونو د یوځای کیدو له امله د دوی نوي ډولونه هم رامنځته کیږي.
د اخته کیدو امکان
د کارپوهانو په حواله د انفلوانزا پر هر یوه نوي ویروس د انسانانو د اخته کیدو امکان موجود دی.