انځورونه: اور په چين کې یوه سيمه په کنډواله واړوله
د چین په بندري ښار تیانجین کې اور او درنو چاودنو د صنعتي زون یوه لویه برخه ویجاړه کړه. د وژل شوو شمیر ۵۰ تنو ته او د ټپیانو بیا ۷۰۰ ته لوړ شوی دی. د یو شمیر ټپیانو وضعیت د اندیښنې وړ دی.
په بندر کې د ولاړو سمندري بیړیو له کنتینرونو څخه لوگی پورته کیږي. ویل کیږي چې لومړی په یوه گودام کې اور لگیدلی وو او تر هغه وروسته څو سختي چاودني رامنځ ته شوې.
تر چاودنو وروسته آسمان ته د پورته کېدونو اور شغلې له څو کیلومتره وړاندي څخه هم لیدل کیدای شوای.
تر اوسه لا د اور لگیدنې او د چاودنو د رامنځ ته کیدو اصلي علت معلوم نه دی. د چاودنو ځای ته څیرمه د استوگنځایونو او دفترونو له پاره نوي ودانۍ جوړیدې.
ویل کیږي چې چاودنه دومره زوروره وه، چې خلکو فکر کاوه زلزله وشوه.
د اور د لمبو د لیدلو او د سختو چاودنو تر اورېدولو وروسته خلک د وارخطایي په حالت کې له خپلو کورونو څخه راووتل.
د تازه معلوماتو له مخې د وژل شوو کسانو شمیر ۵۰ تنو ته لوړ شوی دی. همداسې شا او خوا ۷۰۰ کسان روغتونونو ته وړل شوي دي چې پکښې د ځینو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
په لویه کچه د اور لگیدنې او زورورو چاودنو په پایله کې ډیرو ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.
د چهارشنبې په ماسخوتن پر لگیدلي اور باندي د بلې ورځې تر سهاره هم کنترول نه وو ترلاسه شوی. د اور وژنې شاوخوا ۱۰۰۰ عمله سملاسه د پیښې ځای ته رسیدلي ول.
اوس کارپوهانو د دغي پیښي د رامنځ ته کیدو د علت په هکله پلټني پیل کړي دي.
د دغو چاودنو له کبله اغېزمنو شوو کسانو له پاره مؤقتي خیمې ودرول شوې.
د اور لگیدنې او چاودنو له کبله د موټرو په پارکنگ یا تم ځای کې ولاړ زر موټره هم وسوځیدل.