انځورونه: د اسد په زندانونو کي څه تیریدل؟
د اسد حکومت په سقوط سره په زرونو کسان د سوریې له زندانونو آزاد سول. په ټولنیزو شبکو کي يې زړه بوږنوونکي انځورونه خپاره سوي دي. د داخلي جگړو پروخت څومره انسانان زندانونو ته اچول سوي؟ قربانیان څه ډول شکنجه کیدل؟
په دمشق کي صيدنايا زندان
د څارنې د کمرو د انځورونو له مخې، چارواکو له پخوانیو سرتیرو او د زندان له ساتونکو څخه غوښتې چی تر مځکې لاندي دروازو د قلفونو د خلاصولو کوډ، مخالفو ځواکونو ته ورکړي او وايي چی په زرونو بندیان لا په دغو تورو کوټو کي بند پاته دي.
د صيدنايا زندان يوه بله برخه
د بشار الاسد له راپرځیدو وروسته ډېر کسان صیدنایا زندان ته ورغلل، تر څو په خپلو خپلوانو پسې وگرځي چی ځینی یې له کلونو راهیسي هلته بندیان ول.
صيدنايا پوځي زندان
په سوریې کی څه د پاسه ۱۰۰ توقیف خانې او نامعلوم شمیر پټ مرکزونه موجود دي. له هغوی څخه یې تدمر او صیدنایا تر ټولو نوم بدي زندانونه ول.
د صيدنايا زندان پانسۍ
د بخښنې نړیوال سازمان په ۲۰۱۷م کال کي له هغه وروسته چي دې ته متوجه سو چي په زرونو کسان د دمشق په صیدنایا زندان کي اعدام سوي دي، له هغه څخه یې د " قتل گاه " په نوم یادونه وکړه.
په صيدنايا زندان کي لټون
د ځايي اوسېدونکو په خبره امکان لري چي بې شمیره کسان د زیرزمینیو په تورو کوټو کي بندیان وي او تر اوسه پوري ورته لاس رسئ نه وي سوی.
د صيدنايا زندان د شکنجې يوه کوټه
د سوریې حکومت د مخالفینو د شکنجې له پاره په مخصوصو کوټو کي له څو کړنلارو کار اخیست: په دُرو وهل، برقي شوک، له خوب څخه محرومیت، د ښځو او نارینه وو بربنډول او جنسي تیری.
د صيدنايا زندان يوه برخه
د دمشق په صيدنايا زندان کي پلټونکي، ملکيان او جنګيالي اوس هم په داسي پټو ځايونو پسې ګرځي چي ګومان کيږي اوس به هم هلته په سونو بنديان بند پاته وي. اوس په دغه زندان کي حتي ځيني ځايونه کيندل کيږي.
د دمشق د صيدنايا زندان د شکنجې يوه خونه
د سوریې په زندانونو کي د" الوتونکی فرش" په نوم د شکنجې یو بل ډول وو چي قرباني کس به یې پر یوې تختې کښیناوه او وروسته به پیره دارانو د تختې دواړې خواوی پورته کولې او د زنداني کس زنگنونه او سینې قفس (پوښتۍ)به یې دومره سره نیژدې کول تر څو په بدن کي به یې د سخت درد سبب سي.
د صيدنايا زندان يوه برخه
د صيدنايا زندان شکنجه کوونکو به همدارنگه ډېر زندانیان په زینو پوري تړل او وروسته به یې هغوی ایله کول او د قربانیانو د سقوط (لویدو) ننداره به يې کوله.
د صيدنايا زندان يوه کوټه
صیدنایا زندان د اسد خاندان د څو لسیزي حکومت د وحشتگرۍ نخښه ده.
د صيدنايا زندان کښته برخه
د سوریې سپین خولیو اعلان کړی دی، چي هر هغه څوک چي په زندان کي د يوه پټنځای په اړه معلومات ورکړي، ۳۰۰۰ ډالره نقدي جایزه به ورته ورکړي.