انځورونه: په ايټاليا کې سېلابونو تلفات اړولي
په ايټاليا کې طوفان او سېلاب د لسو کسانو ژوند اخيستی او په يو شمیر ښارونو کې اوس هم اوبه ولاړې دي. د نورو طوفانونو او ځمکې ښوېدنې د احتمال له کبله د آلمان د بهرنيو چارو وزارت ايټالیا ته د سفر په اړه خبرداری جاري کړی دی.
د ځمکې ښوېدنې ويره
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د ايټالیا هغو سيمو ته د سفر په اړه خبرداری جاري کړی دی چې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له کبله اغیزمنې شوي دي. په دې منځ کې د تلفاتو شمیر هم لوړ شوی دی. تر اوسه د لسو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی دی.
د سفر په اړه خبرداری
د ايټالیا په ځينو برخو کې د سېلابونو او ځمکې ښوېدو خطر دی. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی چې د ايټالیې د مرکزي او جنوبي سيمو په ګډون په ټولو ساحلونو کې طوفانونه راتللی شي. وزارت په ځانګړي توګه هغو مسافرينو ته د احتياط سپارښتنه کړې چې په ایميليا – روماګنا او سيسل سيمو کې دي.
تخليه دوام لري
د ځمکې ښوېدنې د کابو ۱۰۰ پېښو رپوت ورکړل شوی دی. د ايميليا - رومانګا په اغیزمنه سيمه کې ۱۰ زره اوسيدونکي مجبور شوي خپل کورونه پريږدي.
سيندونه ډک شوي دي
تر سختو اورښتونو وروسته د ايټاليا د اميليا – رومانګا او مارکه سیمو کې سخت سېلابونه راغلي. ۲۱ سيندونه دومره ډک شول چې اوبه یې له څنډو واوښتې او ۳۶ ښارونه او ښارګوټي سېلاب لاندې کړل.
خوندي ساحونو ته انتقال
د سيمې اوسيدونکو ته خبرداری ورکړل شوی دی چې د خپلو کورونو او اپارتمانونو تکاويو او د ځمکې منزلونو ته دې په هیڅ صورت کې نه ورځي. ډیرو اوسيدونکو د کورونو پاسنيو پوړونو او بامونو ته په تللو سره خپل ژوند ژغورلی دی.
د بندو پاتو شويو کورنيو ژويو سره مرسته
د ايټاليا پوځ او ساحلي پوليس هم د ژغورنې په عملياتو کې برخه اخلي. د سيمې اوسيدونکي او له ځينو کورونو څخه د هغوی کورني ژوي په ځينو قضيو کې د څرخي الوتکو له لارې وژغورل شول.
ګډې هڅې
ژغورونکي او د سيمې اوسيدونکي ورځ او شپه بوخت دي څو خلک خوندي ساحو ته انتقال کړي. ماشومان او زاړه کسان د ژغورونکو له خوا پر اوږو او يا په بادي کښتيو کې خوندي ساحو ته انتقال شول.
پای نه تر سترګو کیږي
خلک اوس هم لادرکه دي. د ايټالیا د اطفایې خدماتو اعلان کړی دی چې د راوينا، فورلي، چزنا، راميني او بلونګا ایالتونه او په ځانګړي توګه د فاينستا، چزنا او فورلي ښارونه ډېر اغیزمن شوي دي. د ملکي دفاع ادارې له خلکو غوښتي چې په راتلونکو ورځو کې دې هم له ډېر احتياط څخه کار واخلي.