انځورونه: په بامیانو کې د کچالو حاصلات ډیر شوي
سږ کال په بامیان کې د کچالو حاصلات ۳۸۰ زره متریک ټنه ته رسیدل او د تیر کال په پرتله ۲۵ سلنه زیات ول. دغه کار د بزګرانو د تشویق سبب ګرځیدلی. کچالو د بامیان له مهمو زراعتي حاصلاتو څخه دي.
د بامیان ولایت د کرهڼي او مالدارۍ رئیس عبدالوهاب محمدي، په دغه ولایت کې د کچالو د حاصلاتو د زیاتیدو سبب په تیر ژمي کې زیات ورښتونه او له ۱۵۰۰۰ بزګرانو څخه د بامیان د کرهڼۍ او مالدارۍ ادارې ملاتړ یادوي.
سږ کال د کچالو بیه د تیرکال په نرخ ده او یو سیر یا اووه کیلو کچالو له پټي څخه د راټولولو پر مهال له ۹۰ څخه تر سلو افغانیو پورې پلورل کیږي. خو د افغانستان په نورو ولایتونو کې د یوه سیر یا اووه کیلو کچالو بیه له ۱۵۰ افغانیو څخه نیولی تر ۲۰۰ افغانیو پورې رسیږي.
اوس د کچالو د فصل د راټولو وخت دی. بزګران د خپلو اوو میاشتو د هڅو او زیارونو حاصل په لاس راوړي. د کچالو د کر او همداشان راټولو له پاره له دودیزي او محلي طریقې قلبې څخه کار اخیستل کیږي. په دې ډول تر خاورو لاندې د کچالو د راایستلو پر مهال لږ زیان ویني.
ښځې او ماشومان هم د کچالو د حاصلاتو د راټولو په چارو کې بوخت دي. ۴۵ کلنه میرمن خدیجه، چې د کچالو د حاصلاتو پر راټولولو بوخته ده وایي چې په ۲۵۰ افغانۍ ورځني مزد اته ساعته کار کوي او کچالو راټولوي.
بزګران له زراعتي ځمکو څخه کورونو او ګودامونو ته د کچالو د لیږد له پاره زیاته بشري قوه استخداموي. د دغه ولایت ۹۴ سلنه مساحت غرونه او تپې جوړوي او یوازې شپږ سلنه ځمکه یې هواره ده چې دو سلنه یې د کښت وړ ده.
یوه برخه حاصلات د خرو په واسطه انتقالیږي، چې په ځینو مواردو کې په کرایه هم نیول کیږي. د بامیان ولایت ۸۵ سلنه اوسیدونکي په زراعت بوخت دي او د خپل ژوندانه ضرورتونه د زراعت له لارې پوره کوي. د دغه ولایت په عمده زراعتي حاصلاتو کې کچالو، غنم، اوربشې، جوار، میوې او سبزیجات جوړوي.
له بامیان څخه د افغانستان نورو ولایتونو ته د کچالو د لیږد له پاره لارۍ موټر څخه کار اخیستل کیږي. د بازار نشتوالی او له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه د کچالو وارداتو د بامیان د بزګرانو له عمده ستونزو څخه شمیرل کیږي.
د کرهڼي ادارې له نورو موسسو سره په همکارۍ په تیرو څلورو کلونو کې ۳۶۰۰ ګودامونه او سړې خونې جوړې کړي دي چې د بزګرانو شل سلنه ستونزې یې حل کړي دي.
خو نور ۸۰ سلنه بزګران معیاري زیرمو یا ګودامونو ته لاس رسی نه لري او د هغوی د کچالو حاصلات خرابیږي.
د بامیان کچالو نورو هیوادونو لکه آذربایجان ته هم صادریږي، خو په دغه ولایت کې د کچالو د پروسس کولو پرته د نورو محصولاتو له پاره کومه ستره فابریکه نه شته.
د ښاغلي محمدي په خبره یوازې په کابل کې د چپس د تولید یوه ستره فابریکه شته چې د خپلې اړتیا کچالو له ګاونډیو هیوادونو واردوي.
بامیان ولایت په افغانستان کې د کچالو د ستر ولایت په توګه مشهوره دی. د دغه ولایت د کچالو کیفیت له نورو هیوادونو له واردو شوو کچالانو ډیر ښه دی.