انځورونه: ښاپیرکان؛ ډاروونکي که جذابه حیوانات
ښاپیرکان په ځانګړي توګه اوس مهال چندان ښه شهرت نه لري. خو دغه تي لرونکي حیوانات تر هغه ډیر جذابه دي چې سړی یې وحشتناکه وبولي.
یوازې په مغارو کې نه اوسیږي
د استراليا له ځنګلونو څخه نیولې د مکسیکو تر آرامو سواحلو پورې؛ د ونو له څانګو څخه زوړند او يا هم د لوړو غرونوپه غارونو او د ډبرو په منځ کې؛ يا د بامونو پر سرونو کې ژوند کوي. ښاپيرکان د ځمکې پر سر د تې لرونکو حيواناتو لوړ شمير جوړوي چې د سويلې قطب له ډیرو سړو سیمو پرته د نړۍ په ټولو سيمو کې شتون لري. دغه حيوانات د تي لرونکو کابو شل سلنه جوړوي او يوازني تې لرونکي حيوانات دي چې کولې شي والوزي.
نرم بدن لرونکی ښاپیرک
دغه ښاپيرک چي د پاڼو او ګلانو په منځ کي یې آرام کړې، د هغه نادرو ښاپيرکو څخه دې چي ۱۱۰ ډولونه لري او دغه يې سپين رنګه دی. دغه ښاپيرک د بدن نرم والي او نرم پشم لرلو له کبله د ډیرو کسانو له خوا د «مارشمیلو» په نوم یادیږي. مارشمیلو يو ډول شريني ده، چې د ماشومانو خوښيږي. د دغو ښاپيرکو خوراک انځر دي.
موږ همدا ډول يوو!
سره پر دې چې د نړۍ په ډيرو برخو کې ښاپيرکان د ويرونکو موجوداتو په توګه پيژندل شوي، خو يوازي درې ډوله يې خونخواره دي. د هغوي غاښونه دومره تیره دي، چې کولې شي د خپل ښکار ويښتان وتراشوي او وينه یې وچوشي. آسان او غواګاني د خوب پر مهال د دغه حيواناتو ښکار کيږې. خو دغه ښاپيرکان پر انسانانو هم حمله کوي او ويروسي ناروغۍ ورته ليږدوي.
د شپې تیارې په څير ړانده
ښاپيرکان د غږونو اوريدلو له پاره دغه ډول پلنو غوږونو ته اړتيا لري. ډيری ښاپيرکان د لیدلو له ښه ځواک څخه برخمن نه دي. ځکه نو د خوراکي توکو موندنې له پاره دغه ډول د سونار يا لري واټن موندنې وسيلې ته اړتيا لري. دغه وسیله يې په ستونې کې ډير غټ غږ توليدوي او بهر ته يې ليږدوي. د هغوي غوږونه د دغه غږ غبرګون اخلي او په دې ډول خپل ماحول په ښه توګه کولې شي وپيژنې.
پرته له ښاپیرکانو به کیلې او نورې میوې هم نه وای
ښاپيرکان د نباتاتو، ونو او بوټو په وده کې ډير مهم نقش لری. له ۵۰۰ څخه ډير بوټي د غوړيدو، د ميوې له پاره د تخم په وده کي ښاپيرکانو ته اړتيا لري.
کابو تل پاتې او له منځه نه تلونکې
سره له دې چي ښاپيرکان په کال کې يو بچی زيږوي خو ډير یې اوږده عمرونه لري. يو شمير يې تر ديرشو کلونو پورې ژوند کولی شي او په دومره کلونو کي هيڅ نه زړيږې. کارپوهان د دغو حيواناتو د ډير عمر دليل په دوی کې د بې سارې ښې وړتيا سره تړاو ورکوي. په دي معنی چې ښاپيرکان د دې توان لري چې په خپل بدن کې د خپلو حجرو د زړښت مخه ونیسې، هغه بيا ورغوي او حتي د سرطان ناروغۍ څخه يې وژغورې.
د ويروسي ناروغیو له پاره ډير ښه ځاي
د ښاپيرکانو بدن د ويروسونو اخیستلو او ودې له پاره ډير ښه ځای دي. د هغې له جملې څخه د نيپاه ماربورګ ويروس، د ايبولا ويروس، د کرونا ويروسونه، د سارس، مرس او نوي سارس کووی ۲ ويروس، د ښاپيرکانو په بدن کې وده کوي. خو ښاپيرکان د خپل بدن د پياوړي ایمني سیستم له کبله، د لوړ حرارت او د ويروس ضد وړتيا په لرلو سره کولې شي ځان له دغه ويروسونو څخه وژغوري.
ساتنه او وقايه د پوره منځه وړلو پر ځاي
که څه هم چې ښاپيرکان بيا بيا د ډيرو سختو ناروغيو عاملین پيژندل شوی، خو سره له دې بايد ترې ساتنه وشي. ځکه دغه حيوانات د طبیعت په سیستم کي ډير ستر نقش لري. د بيلګي په توګه په افريقا کي پرته له ښاپيرکانو د ملاريا میاشي به د چاوديدو حالت ته ورسيږي او د تصور خلاف به دغه ماشي ډير شی.