انځوریز رپوټ: د تیرې پيړۍ مخکښې ښځينه انجینرانې
په ظاهره کې نارينه د معمارۍ او انجینرۍ په کارونو کې لاس بري وي. خو برخه کې لس داسې ښځې دي چې په تیره میلادي پيړۍ کې یي د ودانیو ډیر په زړه پورې ډیزاینونه طراحي کړي دي.
ایلیسن برُوکس
د تعمیراتي طرحو او ډیزاينونو په برخه کې د بریتانوۍ میرمنې ایلیسن برُوکس نوم ته ډیر اعتبار ورکول کیږي. نوموړې درې واره په تعمیراتي برخه کې تر ټولو معتبره جایزه RIBA ترلاسه کړې ده. د هغې د یوه شاهکار نوم «خندا» دی او دا د یوه لوی تونل ډیزاین دی.
اماندا لیویت
بریتانوۍ انجینره اماندا لیویت څو ساختمانونه ډیزاین کړي دي چې یو یې د پرتوګال په پلازمېنه لزبُن کې د هنر، انجینرۍ او ټکنالوجۍ د موزیم ودانۍ ده. دا ساختمان د هغې د هنري استعداد یوه ښکاره بېلګه ده.
زھا حدید
عراقي الاصله بریتانوۍ انجینره زها حدید د خپل دور یوه مشهوره څیره وه. هغه په ۲۰۱۶م کال کې وفات شوه. څو ودانۍ د هغې له شهکارونو څخه دي چې یوه یي هم د ایټاليي په پلازمېنه روم کې د عصري فنونو ملي موزیم دی.
ایریس دولین ګروند
آلمانۍ ایریس دولین ګروند، د براندن بورګ د تعمیراتي پروژې طراحه ده. په پخواني لویدیځ برلین کې د کلتور او تعلیم کور د څو پوړیزې ودانۍ ډیزاین هم دې جوړه کړې وو. په هغه وخت کې شل کاله د خپل ښار د انجینرۍ د برخې مسئوله پاتې شوې ده.
زیګرید کریسمان شاخ
دا هم یوه بله مشهوره آلمانۍ انجینره ده چې د ایریس دولین ګروند سیاله ګڼل کیدله. نوموړې په لویدیځ برلین کې د یوې کامیابې تعمیراتي کمپنۍ څیښتنه وه، چې تر ۳۰۰ ډیرو کسانو په کې کار کاوه. نوموړې په ۱۹۹۰م کال کې مړه شوه.
لِلِی رائش
رائش ساختماني انجینره وه. نوموړې په ۱۹۳۸م کال په ساختماني نندارتون کې د خپلو ډیزاینونو تر ایښودلو وروسته مشهوره شوه. هغې له لډوګ میس فان ډیئر سره یوځای د ۱۹۲۹م کال په نړیوال نندارتون کې د بارسلونا پاویلین يا غرفه او د چیک جمهوریت د برنو ښار مشهور «ولاتوګندات» طرحه او ډیزاین جوړ کړی وو.
لوتی کوهن
لوتی کوهن په نړۍ کې د هغو لومړنیو ښځینه انجینرانو څخه ده چې په دې برخه کې یي د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي. دغه اسرائیلي الاصله آلمانۍ د آلمان په شارلوتن برګ سیمه کې زیږیدلې وه. نوموړې په ۱۹۱۶م کال کې د برلین له تخنیکي پوهنتون څخه د فراغت سند ترلاسه کړی وو. کوهن په اسرائیلو کې د تعمیراتي برخې بنسټ ایښودونکې ګڼل کیږي.
مارګریت شوتي لیهوتسکي
په آلمان کې اوس هم د پخلنځي کوم ډیزاین چې استعمالیږي، په هغه وخت کې د «فرانکفورت کيتچن» په نامه یادیده. دا په ۱۹۲۶م کال کې مارګریت شوتي لیهوتسکي ډیزاین کړی وو.
آئیلن ګری
د ساختماني او موبل (فرنیچر) د چارو فرانسوۍ انجینره د عصري تعمیراتي حرکت په برخه کې یو لوی نوم بلل کیږي. د دې مشهور کار د فرانسې په ساحلي سیمه کې د کورونو ډیزاينول دي. په ۲۰۱۹م کال کې د دې انجینرې د ژوند په باره کې یو ناول هم خپور شوی دی.
الزابت فان کنوبلسدورف او تهرایسا موګیر
د مونشن او برلین پوهنتونو تهریسا موګیر ته د شاملیدو چانس ور نه کړ. خو هغې همت ونه بایله او اوس د آلمان په لومړنیو ښځینه انجینرانو کې شمیرل کیږي. همدارنګه الزابت فان کنوبلسدورف په آلمان کې لومړۍ ښځه وه چې په ۱۹۱۱م کال کې یي د انجینرۍ د فراعت سند ترلاسه کړ.