انځوریز رپوټ: کرونا ویروس او په بالکنونو کې ژوند
د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د کرونا ویروس له امله محدودیتونه د دې سبب شوي دي چې یو شمیر خلک خپل د ژوند یوه برخه د خپلو کورونو په بالکنونو کې تیره کړي. دې وضعیت یو غیر معمولي سیر خپل کړی دی.
سټیډیوم ته اړتیا نشته
د نړۍ مشهور ساکسفون غږونکی کرومپوتیک، هم یوه لوی سټیډیوم ته اړتیا نه لري، څو د خپل ساکسفون غږ د مينه والو غوږونو ته ورسوي. نوموړی د کرواسیا په بندري ښار رییکا کې د خپل کور په بالکن کې موسیقي غږوي. دا ښار شاوخوا ۱۳۰ زره نفوس لري. کرومپوتیک اوس هره ورځ ساکسفون غږوي او یواز لږ شمیر خلک شایدی هیله ولري چې هغه دې له خپله کوره راښکته شي.
زوړ بالکن او مسته موسیقي
د ساکسفون غږ یوازې د رییکا له ښار څخه نه پورته کیږي، بلکې د آلمان په فرایبورګ کې هم د »باروک آرکستر« غړو د موسیقۍ په ماښام چې د ټول آلمان په کچه ولمانځل شو، د "Ode an die Freude" په نامه د مشهور موسقي جوړونکي بیتهوفن د موسیقۍ پارچه وغږوله. دا شپه د ایټالیا په بالکنونو کې د »موسیقې ماښام« څخه په الهام ولمانځل شوه.
د هغو کسانو له پاره ځاني خطر چې بالکن نه لري
د بلجیم حکومت له خلکو غوښتي دي چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي په خاطر دې په خپلو کورونو کې پاتې شي. خو خلک د آزادې هوا د تنفس کولو له پاره د خپلو کورونو په کړکیو کې کښيني، هغه عمل چې په لږې بی توجهې سره له کرونا څخه هم خطرناک ثبتیدلی شي.
بالکن د استراحت د ځای په توګه
په سیاحتي کیشتیو "Spectrum oft the Seas" کې بالکنونه. دغه کیشتۍ چې آلمان جوړه کړې ده یو کال مخکې د لومړي ځل له پاره له آلمان څخه د آسترالیا پر لور روانه شوې وه. اوس دې کیشتۍ په استرالیا کې لنګر اچولی دی او مسافر نه لري، یوازې خدمه او د کیشتۍ کارکونکي په استرالیا کې د سدني د سواحلو ننداره کوي.
لوی بالکن که د فلم صحنه
داسې معلومیږي چې ګواکې د هالیووډ سنیما د فلم یوه صحنه ده، خو نه دا یوازې یوه ښځه ده چې په کټمندو کې پر تناب جامې غوړوي. له دوو اونیو راهیسې د نیپال په پلازمېنه کې هم د خلکو پر ګرځیدو بندیز لګول شوی دی.
د ویښتانو جوړول
د لبنان په هولا ښار کې یو بالکن یې پر سلماني خانې بدل کړی دی. څومره ساده کار دی، ځکه قیچې شوي ویښتان باد وړي او د حفاظت له پاره یوازې یو ماسک ته اړتیا ده.
د خوراکي موادو د برابرولو لار
اړتیا ابتکار رامنځته کوي. د مارسي په ښار کې دا مهربانه سړی نه شي کولی له خپله کوره ووځي. ګاونډیانو یې د خوراکي توکو یوه کڅوڼه ورته راوړې ده. هغه بی له کوم خطره دغه خریطه یو له بل سره د غوټه شویو څادرونو په وسیله پورته کشوي.
ورزشي تمرینونه
سباستیان مانکو، د فرانسې په باردو ښار کې د بدني ورزش ترینر دی. هغه د یوه آپارتمان مخ ته چې د زړو خلکو ساتنه او پالنه پکې کیږي، د دې له پاره چې هغو صحتمند او روغ پاتې شي له بهر څخه ورته د تمریني حرکتونو لارښونه کوي او هغوې یې اجرا کوي. هغه عمل چې هم دوی د کرونا پر ویروس د اخته کیدو له خطر څخه ساتي او له بلې خوا تازه هوا تنفس کوي.
مسلکي ورزشونه
هنس پيتر دورست، یو حرفوي ورزشکار دی. هغه د پارا المپيک په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی دی. دغه ۲۶ کلن ځوان وروسته له یوې ترفیکې پيښې څخه د توازن ساتنې د ستونزې ترڅنګ له نورو روغتیایي مشکلاتو څخه رنځ وړي. خو له دې درې ټایره بایسیکل سره کولی شي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. اوس هغه د دورتموند په ښار کې د خپل کور په بالکن کې تمرين کوي.
د یوه بالکن لویوالی هم رول لري
په موناکو کې له دې لوی بالکن څخه کیدای شې لا زیاته ګټه واخیستل شي. ځکه په دې بالکن کې د لامبو یو حوض هم موجود دی. په داسې یو ځای کې کیدای شي د کرونا ویروس له امله د محدودیتونو وخت په اسانۍ سره تیر کړای شي.
د کرونا پانډیمي پر مهال طنز
په داسې حال کې چې ډیري خلک بالکن نه لري او مجبوره دي په خپلو کورونو کې دننه باقي پاتې شي، د فرانکفورت په ښار کې بیا یو اسکلیټ ځاتنه مختص شوی بالکن لري. البته د خلکو د ویرولو له پاره نه، بلکې د خلکو د خندولو له پاره.