اووه تر ټولو وژونکي باکتریاوې
هغه باکتریاوې چې د درملو پر ضد یې معافیت ترلاسه کړی د «سوپر بګس» په نوم یادیږي او د روغتونونو په شان ځایونو کې خپریږي. له منځه وړل یې یو ستونزمن کار وي او د انسانانو روغتیا ته یوه جدي ستونزه رامنځ ته کوي.
کلبسیلا پنومونیه
د نړۍ له درو تر پنځه سلنه نفوس د کلبسیلا پنومونیه باکتریا لري. خو ډیر خلک د دې وړتیا لري چې پرتله له دې چې ناروغه شي دغه باکتریا په خپل بدن کې ولري. خو که د یوه کس د بدن دفاعي سیستم ضعیفه وي، نو سخت سینه بغل، کولمو مکروبي کیدو او د وینې په مکروبي کیدو اخته کیدای شي. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې کلبسیلا پنومونیه د درملو پر وړاندې معافیت لرونکې باکتریا ده.
کندیدا اوریس
کندیدا اوریس دا یو ډول فنګس دی چې د څو ډوله درملو پر ضد معافیت لرونکی ثابت شوی دی. دغه باکتریا تر اوسه پورې د نړۍ په پنځو براعظمونو کې لیدل شوې او په ځینو مواردو کې یې درملنه دومره سخته وه چې روغتونونه د دې له پاره چې د باکتریا د خپریدو مخه ونیسي د نورو ټولو مراجعینو پر مخ د خپلو دروازو تړلو ته اړ شوي دي. دغه باکتریا هغو کسانو ته چې لا وختي ناروغه وي، لوی ګواښ جوړولی شي.
سودوموناس ایروزینوزا
د روغتیا نړیوال سازمان دغه باکتریا د انسانانو روغتیا ته یو له لویو ګواښونو څخه بللې ده. دا باکتریا په نم او اوبو لرونکو سیمو کې موندل کیږي او له منځه وړل یې ډیر ستونزمن کار وي. ډیر وخت ناروغه کسان په دې باکتریا اخته کیږي خو ځینې وختونه روغ کسان د دې باکتریا له کبله ناروغیږي.
نایسریا ګونورا
د ګونورا له پاره تر اوسه پورې کوم واکسین نه دی جوړ شوی له دې کبله نو کله چې یو انسان پرې اخته شي باید انتي بیاتیک وخوري. خو دغه د جنسي اړیکو له لارې انتقالیدې ناروغی د هغه درملو پر ضد مقاومه ده چې د درملنې له پاره یې کارول کیږي.
سالمونلا
په وروستیو لسیزو کې د دې باکتریا یوه بڼه چې د انتي بایتویک پر وړاندې مقاومت لري، رامنځته شوې ده. دغه باکتریا د خرابو شویو خوراکي توکو او اوبو له لارې خپریږي.
بوماني اسینتوباکتر
د روغتیا نړیوال سازمان دغه باکتریا د ډیرو خطرناکو په نوملړ کې شامله کړې ده. هغه په خاوره او اوبو کې موندل کیږي او له نورو مقاومو باکتریاو څخه خصوصیات خپلوي. که سړۍ په دې باکتریا اخته شي، نو د سږو، وینې او زخمونو په مکروبي کیدو اخته کیدای شي.
د درملو پر ضد مقاوم تبرکلوز
مایکوباکتریوم تبرکلوز هر کال په نړۍ کې ۱،۷ میلیونه انسانان وژني. اټکل کیږي چې په تبرکلوز ۱۳ سلنه اخته کسان د درملو پر ضد په مقاومو باکتریاو اخته دي چې دوه یا تر هغه ډیرو ډولونو درملو ته کوم غبرګون نه ښيي. شپږ سلنه کسان بیا په داسې بکتریا اخته دي چې د درملو پر ضد مقاومت یې ډیر لوړ دی. دغه کسان په نورو ناروغیو د اخته کیدو او مړیني له لوړ ګواښ سره مخامخ دي.