1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین د خپل یو سرتيري د وژل کیدو خبر ورکړ

۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبه

اوکراین د شنبې په ورځ وويل چې يو سرتيری يې د مسکو پلوه بیلتون غوښتونکو په حمله کې وژل شوی. دا پيښه داسې وخت شوې چې امریکا متحده ایالاتو په روانه اوونۍ کې د دوهم ځل له پاره د اکراین په تړاو روسیې ته سخت خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/452tr
Ukraine-Konflikt |‎ Soldaten im Schnee
انځور: Andriy Andriyenko/AP/dpa/picture alliance

د اکراین پوځ په یوه اعلامیه کې د وژل شوي سرتيري په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ویلي يې دي چې «د ګډو ځواکونو یو سرتیري ډير سخت ټپي شوی» هم دی.

اعلامیه زیاتوي چې بیلتون غوښتونکو د تیرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې ۳ ځله حملې کړي چې په کې لاسي بمونه او وړې وسلې کارول شوي دي.

روسيې د اوکراین سرحد ته نژدې خپل ځواکونو ځای پر ځای کړې دي. لويديځ پر مسکو تور لګوي چې پر اوکراين د یرغل پلان لري.

د امریکا ولسمشر جو بايدن روانه اوونۍ دوه ځله له خپل روسيي سیال، ولادیمیر پوتین سره پر ټيلفون خبري کړي او خبرداری يې ورکړی چې د پوځي حملې په صورت کې به پر روسیه ستر اقتصادی بنديزونه ولګول شي.

خو پوتين بیا ويلي دی چې پر مسکو باندې د بنديزونو لګول به «ستره تیروتنه» وي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، بایدن به د يکشنبې په ورځ له خپل اوکرايني سيال ولاديمیر زلينسکي سره خبرې وکړي.

زلیسنکي د نوی کال په مناسبت په خپله وینا کې ويلي دي چې په ختيځ کې د جګړې پای د هغه د «مهمې غوښتنې» په توګه پر خپل ځای پاتې ده.

نړیوالو څارونکو د اکتوبر په ۲۲مه ویلی وو چې روسیه او اوکراین پر يوه اوربند توافق کړی، خو په بله ورځ يې کیف او بیلتون غوښتونکو پر یو بل د نوو تاوتریخوالو تورونه ولګول. د اوربند تر توافق وروسته د شنبې په ورځ دا لومړنی اوکرایني عسکر دی چې وژل کيږي.

پر پوځي موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم: