1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین وايي په دونباس کې يې د روسي يرغل پر شا تمبولی دی

۱۴۰۱ خرداد ۱۸, چهارشنبه

د اوکراین پوځ وايي په سيويرودونيڅک ښار کې ېې د روسي ځواکونو حمله پر شا تمبولې ده. مسکو د اوکراين له بندرونو څخه د غله جاتو بيا صادرولو ته هیله مندې ښودلې او نړیوال بانک اوکراین ته ۱.۴۹ ميليارډه ډالرو نوې مرسته تصویب کړه.

https://p.dw.com/p/4CPoi
Ukraine | Ukrainische Streitkräfte in der Stadt Sjewjerodonezk
انځور: ANATOLII STEPANOV/AFP

د اوکراين لوی درستيز د چهارشنبې په ورځ وويل چې اوکرايني ځواکونه توانیدلي دي چې په سيورودونیڅک ښار کې د روسي ځواکونو يرغل پر شا وتمبوي. د رويترز خبري آژانس په حواله، روسېې د اوکراین د ختيځې سيمې دونباس د نيولو په موخه خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

خو د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي ډاډ ورکړی دی چې د دونباس سيمې په کلکه دفاع کیږي. هغه د سه شنبې په ورځ په یوه ويډيويي اعلاميه کې وويل: «د دونباس بشپړه قهرمانانه دفاع ادامه لري.» زیلنسکي زیاته کړه چې د سيورودونيڅک، ليسيچانسک او پوپاسنا سيمې د تر ټولو سختو سیمو په توګه پاتې دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دا کاملا احساسیږي چې يرغلګرو زموږ د پوځ پر مقاومت بارو نه درولود چې دومره قوي دی او هغوی اوس د دې هڅه کوي چې دونباس ته نوي ځواکونه ولیږي.»

خو رويترز وايي چې دوی په سیمه کې وضعیت په خپلواکه توګه نشي تصديق کولی.

وروسته له هغې چې روسي ځواکونه له کیف او خارکیف څخه پر شا شول، روسيه د دونباس سېمې پر نيولو تمرکز لري. دونباس د لوهانسک او دونیڅک ایالتونو څخه متشکله سیمه ده چې د روسېې سرحد ته تر ټولو نژدې پرته سیمه ده.

د لوهانسک والي، سرهي ګايداي د چهارشنبې په ورځ وويل چې سیورودونیڅک ته څيرمه د ليسيچانسک سیمه هم تر بریدونو لاندې راغلې چې يو ځايي کس ېې وژلی او یوه ښځه روغتون ته رسول شوې ده.

پر مسکو د امریکا نوي بندیزونه او له اوکراین سره د نړیوال بانک مرسته

Ukraine Krieg | Lage in der Stadt Severodonetsk | Region Luhansk
د سيورودونيڅک تخریک شوی ښار په يوه څنډه کې يو ځايي اوسیدونکیانځور: Serhii Nuzhnenko/REUTERS

په داسې حال کې چې په اوکراین کې د روسېې د جګړې ناوړه اغیز په ټوله نړۍ کې احساسیږي، امریکا متحده ایالاتو پر مسکو باندې نوي بندیزونه لګولي دي. د متحده ایالاتو دغه اقدام، د پيسو پر مدیرانو باندې په ثانوي مارکيټونو کې د هر ډول روسي اسهامو پر رانیولو او پور ورکولو بندیز لګولی دی.

په عین وخت کې نړیوال بانک اوکراین ته د ۱ اعشاريه ۴۹ ميليارده ډالرو تازه مرسته تصدیق کړې ده. ويل شوي چې په دغو پیسو به د حکومتي مامورينو او ټولنیزو کارکوونکو معاشات اجرا کیږي.

د اوکرایني د بندرونو خلاصولو ته هڅې

اوکراين د نړۍ په سطحه د غله جاتو د صادرولو یو ستر هیواد دی. په اوکراين کې د جګړې له پيل راهیسې د دغه هیواد د تورې بحيرې له بندرونو څخه د غله دانو صادرات دریدلي چې له کبله ېې په نړۍ کې د خوراکي موادو د کمښت ستونزه پيدا شوې ده. لويديځ هیوادونه پر روسيې تور لګوي چې د اوکراين د بندرونو په تړلو سره يې نړۍ ته د قحطۍ نړیوال خطر ایجاد کړی.

مسکو بیا د غذايي نړیوال بحران مسئولیت ردوی او د هغه لامل پر روسيې د لويديځ لګول شوي بندیزونه بولي.

رپوټونه وايي چې نړیوال بازار ته د اوکراین د غله جاتو مهم بندرونه د جګړې په جریان کې تخریب یا زیانمن شوي دي.

د روسېې دفاع وزیر سرګي شويګو وویل چې د روسېې په قبضه کې د اوکراين بندرونه، برديانسک او ماریوپول د غله دانو د بیا صادرولو له پاره آماده دي. خو اوکراین د مسکو له خو د دوی د قبضه شوو حریمونو څخه د هر ډول محمولو انتقال غیر قانوني بولي.

Lawrow zu Besuch in Ankara
سرګي لاوروف له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره د جون اتمه په انقره کې انځور: Russian Foreign Ministry Press Service/AP Photo/picture alliance

د روسېې د بهرنیو چارو وزير، سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ په انقره کې له خپل ترکي سیال، مولود چاووش اوغلو سره د کتنې پر مهال وویل چې هغه هیله مند دی چې په اوکراین کې د بندرونو څخه د غله دانو د صادرولو اړوند موضوعات حل شي، خو که چیرته کيف په اوبو کې ايښودل شوي ماينونه پاک کړي.

ترکيه چې د اوکراین د بندرونو د خلاصولو په برخه کې پر يو پلان کار کوي په وروستیو ورځو کې ېې په دغه پلان کې پرمختګ ته خوشبينه ښکاره کړې وه.

خو په عین حال کې د اوکراین د غله جاتو د سوداګرو د اتحادېې مشر نن وويل چې ترکيه په دومره کافي اندازه ځواکمنه نه ده چې د اوکراین له سمندري بندرونو څخه د غله دانو د صادراتو له پاره د يو تضمین کوونکي په څیر رول ادا کړي. سرهي ايواشچینکو چې په کیف کې د يوه آنلاین کنفرانس له لارې غږیدی، وويل چې په توره بحیره کې د ماينونو پاکول ښايي ۲ تر ۳ مياشتو پورې وخت ونیسي او په دې ماموریت کې باید د ترکېې او رومانيا سمندري ځواکونه ښکيل وي.

لاروف په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په اوکراین کې د روسېې «ځانګړي پوځي عمليات» د یو پلان له مخې پیل شوي دي او په عین حال کې ېې د سولې مذاکراتو پر ادامې هم ټينګار وکړ. لاوروف وويل د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي تر منځ د خبر اترو د هر ډول فرصت د رامنځته کیدو څخه د مخه لازمه ده چې د سولې مذاکرات ادامه ولري.

روسيه پر اوکراین يرغل ته د «ځانګړي پوځي عملیاتو» نوم ورکړی دی.