بامیان: له نجونو پرته ژمنۍ سپورټي فیسټوال پای ته ورسید
۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبهله هغه وروسته، چې طالبانو افغانستان نیولی دی، ورسره سم ډېری افغان لوبغاړي له هیواده وتلي او پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته کډوال سوي دي. په بامیان ولایت کې سږنی فیسټوال ځکه له نورو تېرو کلنو سره توپير درلود، چې په دغه فسټیوال نجونو پکې ونډه نه درلوده.
شپږ کاله کېږي، چې په بامیان ولایت کې ژمنی سپورټي فیسټوال جوړیږي، خو دا ځل په دغه فسټیوال کې نجونو او ښځو ګډون نه درلود. د افغانستان د سکي فدراسیون مشر داؤد کارګر دویچه ویله ته په خبرو کې وویل چې سږ کال په ژمني سپورټي فیسټوال کې د څلورو ولایتونو نارینه لوبغاړو ګډون کړی و. دغه فیسټوال دوې ورځي د بامیان ولایت په بند امیر ملي پارک او قرغنه توی سیمو کې جریان درلود.
اړوند: په بامیان کي د ۷ ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونی سیالي پیل سوې
کارګر زیاتوي: «په هیواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو زیات شمېر لوبغاړو هیواد پرېښود، د نویو لوبغاړو د پېژندنې په موخه مو دغه سیالۍ په بامیان ولایت کې ترسره کړې، دوی به د سیمې په هیوادونو کې د افغانستان په نامه ولوبیږي.»
د سپورټي مسؤلینو په خبره، په یاد فیسټوال کې د کابل، بامیان، میدان وردک او پروان ولایتونو ۱۶۰ نارینه لوبغاړو د سکي، سنوبورډنګ، کرلینک او آیس سکیټ په سیالیو کې ونډه واخیسته.
اړوند: وطندار پروګرام ـ له باميان څخه د ۱۶ ولايتونو د ځوانانو ليدنه
کارګر زیاتوي چې دغه فیسټوال يې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د ملي اولمپيک کمیټې لخوا د سپورټ د پرمختګ، د لوبغاړو د هڅوونې اود ژمنۍ لوبو د ترویج یا عامولو په هدف جوړ کړی و.
له ۲۰۱۲ مېلادي کال راهیسي په بامیان ولایت کې ژمنۍ سپورټي لوبي په ځانګړي ډول «سکي» عامه سوې ده. د طالبانو له واکمنۍ ترمخه نجونو هم د بابا غرونو په لمنو کې په ژمنیو لوبو بوختې وې.
په بامیان ولایت کې مهدي حسیني چې د سکي لوبو یو تن لوبغاړی دی، وايي چې که څه هم بامیان د ژمنیو لوبو له پاره ډېر وړ دی، خو بیا هم دغه لوبې چندانې نه دي ځلېدلي: «د پيسو نشتوالی، د امکاناتو کمښت او د لوبغاړو له پاره د تمرین لیفټ نه درلودل يې جدي ستونزې دي.»
اړوند: د بامیان لرغوني سمڅې، اوس پر نشه د روږدو کسانو پر هستوګنځي اوښتي
د سپورټي مسؤلینو په خبره، د سږني فیسټوال په لړ کې بامیاني لوبغاړي وتوانیدل چې په سکي او کرلینګ کې لومړی مقام وګټي. د آیس سکیټ او سنوبورډ په لوبو کې بیا د کابل ولایت لوبغاړو لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
هغه وخت، چې طالبانو د ښځو او نجونو پر سپورټ بندیز ولګوی، نو د افغان ټولنې دغه قشر یو مخ له سپورټ څخه بې برخې سو. هغوی وايي چې د تفریح او ساعتیري د نه لرلو له لاسه په اروايي ناروغیو اخته سوي دي. طالبانو په افغانستان کې تر بیا ځلې واکمنیدو وروسته، پر افغان میرمنو د سپورټ په شمول یو لړ بندیزونه وضع کړي دي.