1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن د عراق او افغانستان جګړو درو عسکرو ته مډالونه ورکوي

۱۴۰۰ آذر ۲۰, شنبه

ولسمشر جو بايدن به د سپينې ماڼۍ په خبره راتلونکې اونۍ د وياړ دغه مډالونو درو هغو سرتېرو ته ورکړي چې په افغانستان او عراق کې جنګېدلي دي. دوه تنه ورڅخه مړه او يو ژوندی دی.

https://p.dw.com/p/447hJ
US Präsident Biden bei der Ankunft der der 13 in Kabul gefallenen US-Soldaten
له درو عسکرو چې بایدن ورته مډالونه ورکوي دوه يې ژوندي نه ديانځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

 

دغه عسکر بریدمل کريستوفر سېليز، د امریکا د پوځ يو رېنجر چې په ۲۰۱۸ کال کې هغه مهال ووژل شو کله چې د طالب جنګيالیو او يوې امريکایي چورلکې تر منځ واقع شو چې ټپيان يې ايستل، بل سرپړکشمر (د بلوک بریدمل) ايرل پلملي دی، د امریکا د ځانګړو ځواکونو يو سرتېری چې په ۲۰۱۳ کال يې له طالب جنګياليو سره تر يوه ستر بريد وروسته سخته جګړه وکړه، او ۳۵ کلن پړکمشر کلاس الوين کېش، چې په عراق کې ورته مرګوني ټپونه واوښتل کله چې يې په سامرا کې نور عسکر له يوه موټر څخه ژغورل چې اور يې اخيستی وو.

ټاکل شوې چې دغه درې تنه به د دسمبر په ۱۶مه د خاصو مراسمو په ترڅ کې وستايل شي. کېش د سپينې ماڼۍ په حواله د ويتنام د جنګ راهيسې لومړنی تور پورستی د متحده آيالاتو سرتېری دی چې د وياړ مډال به تر لاسه کوي.

نوموړی د ۲۰۰۵ کال په اکتوبر کې د عراق په سامرا کې په ګزمه بوخت وو کله چې د ده تر امر لاندې د دوی جنګي برېډلي موټر په سپکو وسلو تر بريد لاندې راغی او د سړک غاړې بم هم وچاودېد چې اور يې پکې بل کړ.

په دې پیښه کې کېش شپږ نور عسکر له دغه موټر څخه راويستل چې خپله ورته هم مرګوني ټپونه ور واوښتل. کېش د فلوريدا په اوويدو کې رالوی شوی وو چې يوه مياشت وروسته د تکزاس په يوه کلينيک کې يې د ټپونو له کبله ساه ورکړه. درې هغه سرتېري چې ده له موټر څخه راويستلي ول، هم مړه شول. 

Symbolbild I US Armee in Afghanistan
امریکايي عسکر په افغانستان کېانځور: Chris Hondros/Getty Images

بل امریکایي سرتیری ۳۲ کلن سېليز د افغانستان په پکتيا ولايت کې د تصفيوي عملياتو مشري کوله چې ټيم يې تر بريد لاندې راغی. يوه طبي چورلکه راغله څو د يو ټپي کس درملنه وکړي، خو چورلکه د متقابل طرف تر ډزو لاندې ونيول شوه. سېليز د تخليې په دغه ماموريت کې هم تر ډزو لاندې راغی. سېليز هم د اړونده کس تر ژغورنې وروسته له چورلکې سره پاتې شو. کله چې چورلکه پورته شوه، دی ولګېد او ژوبل شو. سېليز د سويلي کارولينا اوسېدونکی وو چې په ۲۰۰۶ کال کې له پوځ سره يو ځای شوی وو.

پلملي د غزني په يوه اډه کې دنده لرله چې پر دغې اډې باندې ياغيانو يو سخت بريد تر سره کړ. په دغه پیښه کې وسلوالو مخالفینو دېوال سوری کړ او له دوی څخه لس مخالفين چې د افغانستان د ملي پوځ لباس او ځانمرګي واسکټونه يې اغوستي ول په دغه سوري پوځي اډې ته ورننوتل. پلملي د ځانګړو ځواکونو له پنځو نورو غړو سره دوو موټرو ته ور وختل او د چاودنې ساحې ته ورغلل.

دغه امریکايي سرتیري دوه تنه مخالفين ووژل، يو په لاسي بم او بل یې د نخښې ويشتنې په ټوپک سره له پښو وغورځاوه. خو يوه ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه او يو امريکايي عسکر يې په مرګوني ډول ټپي کړ. پلملي ټپي شوي عسکر ته منډه کړه او لومړنۍ مرسته يې ورسره وکړه. پلملي دا مهال د واشنګټن په فورت لويس کې د ځانګړو ځواکونو له ګروپ سره دنده لري.