1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د اوکراینيانو د مقاومت ستاینه وکړه

۱۴۰۱ فروردین ۶, شنبه

بایدن د اوکراینیانو د مقاومت ستاینه وکړه او هغه يې د چين له تاریخي اعتراضونو سره مقایسه کړل. زلينسکي وايي روسيه په ميليارډونو ډالر د تبلیغاتو له پاره لګوي. فرانسه، یونان او ترکیه د ماریوپول اوسیدونکي وباسيٍ.

https://p.dw.com/p/494QJ
BdTD - Joe Biden Pizza Polen
انځور: Evan Vucci/AP/dpa/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایدن، له پولند څخه د کتنې پر وخت د روسي ځواکونو پر ضد د اوکراينیانو د «شجاعت او مقاومت» ستاینه وکړه او هغه يې د بجینګ په تیان آنمن میدان کې د محصلانو د ۱۹۸۹ کال اعتراضونو سره مقایسه کړ.

بایدن د پولند په ژوف ښار کې د خپلې وینا پر مهال له یوې ۳۰ کلنې اوکرايني ښځې يادونه وکړه چې ټوپک سره يې د یوه روسي ټانګ په مقابل کې مقاومت کړی وو.

په ۱۹۸۹ کال کې په چین کې د محصلانو د تیان آنمن په اعتراضونو کې هم یو ځوان د چین کمونیستي حکومت د ټانګونو د یوه اوږده کتار مخې ته ودرید او د هغوی د حرکت مخه یې ونیوله. د هغه دغه اقدام د چینايانو د مبارزې په سمبول باندې بدل شو.

بایدن پولند ته د خپل سفر په ادامې پلازمینه وارسا ته تللی چې د شنبې په ورځ د مارچ ۲۶مه د دغه هیواد له چارواکو سره ګوري.

زيلنسکي: روسېې په ميلیارډونو ډالر پر تبلیغاتو لګولي

د اوکراین ولسمشر، ولاديمیر زيلنسکي، د روسېې رهبري تورنه کړه چې په ميليارډونو ډالر ېې پر «درواغجنو تبلیغاتو» لګولي دي.

Ukraine | Ansprache Präsident Wolodymyr Selenskyj 02.03.2022
زيلنسکي د روسېې رهبري تورنه کړه چې په ميليارډونو ډالر ېې پر «درواغجنو تبلیغاتو» لګولي ديانځور: Ukraine Presidency press service/AFP

زيلنسکي په یوه ويډیويي پيغام کې چې د شنبې په شپه خپور شو وویل: «تاسو ټول پوهیږئ چې روسېې یو ستر دولتي تبلیغاتي سیستم جوړ کړی دی. په احتمال سره چې تر اوسه په نړۍ کې هيڅ چا دومره ډیرې پيسې په دروغ ویلو نه دي مصرف کړي.»

هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چیرته چې د دروغو مسیرونه پیسو باندې هواریږي کومه نتیجه نه ورکوي.

د اوکراین صدرعظم د نړۍ پر ښارواليو د مرسته غږ کړئ!

د اوکراین صدراعظم، دنیس شمیهال، د ټولې نړۍ له ښاروالانو څخه وغوښتل چې د خپل هیواد خلکو سره يې بشري مرستې وکړي. شمیهال وويل: «زه په دغه درخواست سره نه یوازې دوست دولتونو، بلکې اروپايي ښاروالانو او د نړۍ ټولو ښارونو ته خطاب کوم. زه تاسو ته وړاندیز کوم چې د ښارونو تر منځ د خورولۍ ښارونو دود تازه کړئ او د اوکراین له ښارونو څخه په بشردوستانه مرستو او د بیارغونې له پاره يې د بودجې ملاتړ وکړئ.» د نړۍ د هیوادونو ښاروالۍ د یوه دود په توګه د نورو هیوادونو سره د سیستر سیټي یا د خور ولۍ د ښارونو تړنونه کوي او بیا په مختلو مواردو کې یو له بل سره مرستې کوي.

فرانسه، ترکیه او یونان د ماريوپول اوسیدونکي تخلیه کوي

Ukraine | Menschen heben Gräber in Mariupol aus
د ماريوپول ښار د چارواکو په خبره په دغه ښار کې له ۲۰۰۰ ډير ملکيان په جګړو کې وژل شوي ديانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

فرانسه له ترکيې او يونان سره په ګډه پر یو بشردوستانه پروګرام کار کوي چې له مخې يې غواړي د اوکراین په ختيځ کې پروت، ماريوپول محاصره شوي ښار اوسیدونکي تخلیه کړي.

د فرانسې ولسمشر، امانویل مکرون، وويل چې په دې اړه وار دمخه د ماريوپول له ښاروال او د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکي سره مشخصې خبرې شوي دي. هغه ډاډ ورکړ چې په راتلونکو ۴۸ تر ۷۲ ساعتونو کې به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د ماريوپول د اوسیدونکو د تخليې جزئیات وڅيړي.

مکرون همدارنګه وویل چې په ماريوپول کې پاتې له ۱۵۰ زرو څخه ډير اوسيدونکي «له فاجعې ډک» شرایطو کې ژوند کوي.

د اوکراین په ماريوپول کې ځاني تلفات او مهاجرت

د ماريوپول ښار د چارواکو په خبره په دغه ښار کې له ۲۰۰۰ ډير ملکيان په جګړو کې وژل شوي دي.

د ماريوپول ښار پر تیاتر باندې د روسي ځواکونو په حمله کې له ۳۰۰ ډیر کسان ووژل شول. د دغه تیاتر ودانۍ ته په سلونو ملکيانو، چې ويل کيږي ۱۳۰۰ کسان ول، له جګړې پناه وړې وه.

روسیه وايي چې د اوکراین په جګړه کې يې ۱۳۵۱ عسکر وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان بيا په اوکراین کې د ۱۰۸۱ ملکي کسانو د وژلو تصدیق کړی دی.

رپوټونه وايي چې له اوکراین څخه تر اوسه پورې ۳ اعشاریه ۷ میلیونه خلک مهاجر شوي دي.