1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د مارتین لوتر کینګ په کلیسا کې وینا وکړه

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

د مارټین لوتر کینګ د کلیزې په ورځ، د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د مساوات او عدالت د ارمان پوره کیدو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4MGIa
د متحده ایالاتو اتلانتا | د ایبینیزر بپتسما کلیسا | جو بایډن، ولسمشر
انځور: Carolyn Kaster/AP Photo/picture alliance

د مارټین لوتر کینګ د کلیزې په ورځ، د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د مساوات او عدالت د ارمان پوره کیدو غوښتنه وکړه. هغه خبرداری ورکړ چې د ټولو پرمختګونو سره سره امريکا د تاریخ په یوه حساس پړاو کې ده. بایدن غوښتنه وکړه چې دیموکراسي باید خوندي شي او د برازیل په پلازمېنه برازیلیا کې پر دولتي ادارو وروستیو بریدونو ته هم اشاره وکړه. بایدن د متحده ایالاتو پر واک لومړی ولسمشر شو چې د جورجیا ايالت په اتلانتا کې يې د ایبینزر بپټیسټ کلیسا کې یې وینا وکړه. په دغه کلیسا کي به د مدني حقونو فعال او کشيش مارتين لوتر کينګ چې په ۱۹۶۸م کال کي ووژل شو تبليغ کاوه.