بایسکلونو نجونو ته هیلي ور وبخښلې
د پاکستان د پنجاب ایالت په عارف والا سیمه کې د آلمان حکومت په مرسته یوې ځایي ان جي او، ښوونځي ته تلونکو نجونو ته بایسلکونه ورکوي، چې په منظمه توگه ښوونځي ته ولاړې شي او په زده کړه کې یې کوم ځنډ رامنځ ته نه شي.
د نجونو پر ځان باوري کیدل
د عارف والا سیمي نجوني اوس هره ورځ پر بایسکل ښوونځي ته ځي. بایسکل نه هغوی یوازې پر ځان باوري کړي دي، بلکې دا هیله یې پیدا کړې ده چې په ژوندانه کې به نوري هم پر مخ ولاړې شي. هغوی پر بایسکل له لارو، کوڅو، سړکونو څخه تیریږي او ښوونځي ته ځانونه رسوي.
د نجونو میندې او پلرونه هم خوشحاله دي
د ښوونځي مدیر نسیم اشرف وایي چې دغه ښوونځي ته د شا او خوا کلیو نجوني راځي او ډيري یې په گرمۍ کې اوږده لار وهي. د هغه په خبره د بایسکل تر لاسه کولو وروسته اوس ډیري نجونې لږ رخصتي کوي. اشرف وایي چې په لومړي سر کې انديښمن وو چې میندې او پلرونه به خپلې لوڼې بایسکل چلولو ته پرې نه ږدي. خو کله چې د ښوونځي د ډیرو بې وزله کورنیو شاگردانو ته بایسکلونه ورکړل شول نو میندې او پلرونه یې ډیر خوشحاله ول.
«نجونې خو لا موټر سایکل چلوي»
د بایسکل تر لاسه کوونکې نجلۍ رابعې پلار جمال دین وایي: «زما لور به د بایسکل تر لاسه کولو د مخه په ریکشا کې ښوونځي ته تله، اوس زما مصرف کم شوی او لور مې يه خوښۍ ښوونځي ته ځي.» کله چې له هغه څخه پوښتنه وشوه چې په کلي کې خلک د نجونو پر بایسکل چلولو اعتراض نه کوي؟ وویل چې اوس خو نجونې موټر سایکل چلوي، نو که زما لور بایسکل وچلوي نو په دې کې څه عیب دی.
۲۱۰ نجونو ته بایسلکونه ورکړل سوي دي
په عارف والا، کې د «آرج ډیویلپمنټ اینډ ایجوکیشن فاونډیشن» استازي خالد فاروق، دویچه ویله ته ویلي دي چې په عارف والا کې ټولټال ۲۱۰ بایسکلونه نجونو ته ورکړل شوي دي. د بایسکل ورکولو تر مخه د هغوی میندي او پلرونو څخه پوښتنه کیږي چې هغوی راضي وي، نو بیا بایسکل ورته ورکول کیږي.
د مسجد د ملا لور هم پر بایسکل ښوونځي ته ځي
په دې برخه کې دویچه ویله د ځایي مسجد د ملا قاري محمد افضل څخه د هغه دریځ وپوښت. هغه وویل: «یوه نجلۍ په ډیره گرمۍ کې هره ورځ ښوونځي ته رسیږي، که چیرې هغه پر بایسکل ښوونځي ته ورسیږي نو په دې کې کوم سپکاوی نه شته.» قاري صیب په سیمه کې داسې یوه بې سارې بیلگه رامنځ ته کړه چې خپله لور یې هم پر بایسکل ښوونځي ته ځي.
د روښانه راتلونکي پر لور گام
د یوې نجلۍ پلار وایي: «ما درک کړې ده چې له بې وزلۍ څخه د راوتلو له پاره په خپلي لور زده کړي وکړم، څو راتلونکي یې روښانه وي او تر موږ ښه ژوند تیر کړی.» هغه وایي چې زما لور ته ورکړل شوی بایسکل یوازې د تگ راتگ وسیله نه ده بلکې د یوه روښانه راتلونکي پر لور یوه زینه ده.