تر ټولو عجبې او غريبې وني وپېژنئ ـ انځورونه
په دغه انځوريز البوم کي د نړۍ تر تولو زړې، تر ټولو پلنې، تر ټولو جګې او نورې عجيبې او غرېبي ونې پېژندلای سئ:
تر ټولو لويه ونه
دغه ونه د جنرل شېرمن نوم لري او د نړۍ تر ټولو لويه ونه ده. د دغې ونې علمي نوم (Sequoiadendron giganteum) دی چي د امریکا متحده ايالاتو د کاليفورنيا په سيکويا ملي پارک کي ولاړه ده. د دغې ونې د تنې قطر۷،۷ متره او هسکوالی يې ۸۳،۳ متره دی.
د مکسيکو پنډه
د «زومفڅيپرېسه اېل اربول دېل تولې» په نوم دغه ونه صرف ۲۴ متره هسکوالی لري. خو د دغې ونې تنه تر ۱۴ مترو زيات قطر لري او په دې توګه ورته د مکسيکو پنډه هم ويل کيږي. دغه ونه نژدې ۱۴۰۰ کاله تر مخه د يو پادري له خوا ايښودل سوې وه. د عالمانو د اټکل له مخي د دغې ونې وزن تر ۶۳۶ ټنو زيات دی.
نه تر ټولو زړه
د ميتوسېلام په نوم دغه ونه په کاليفورنيا کي د سمندر له سطحي څخه په ۳۰۰۰ متره هسکوالي کي په سپينو غرونو کي ولاړه ده. تر زيات وخت پوري دغه د نړۍ تر تولو زړه ونه بلل کېدله، ځکه چي عمر يې تر ۴۷۷۹ کالو زيات دی. خو په ۲۰۱۷م کال دغې ونې ته نژدې يوه بله ونه وموندل سوه چي تر دغې ونې لا زړه ده.
د يخي له پېر څخه
د جيکو دغه ونه په سوېډن کي ولاړه ده. دغه ونه نژدې ۹۵۵۰ کاله عمر لرلو سره د نړۍ تر ټولو زړه ونه ده. د دغې ونې هغه برخه يا تنه چي ليدل کېدلای سي نژدې ۶۰۰ کاله زړه ده. خو تر منځکي لاندي ريښې يې زرونو کاله زړې او ژوندۍ دي. دغه ريښې د يخي له پېر څخه دلته دي او نژدې ۱۰۰۰۰ کاله پخوانی تاريخ لري.
اِنځر
په کمبوديا کي د انځرو ونې ډېر ژر لوييږي. دا ځکه چي کله چي مرغان د دغو ونو مېوې خوري نو يې ښاخونه ماتيږي او لاندي رالويږي چي له هغوی څخه نوي وني راشنې کيږي.
د اوبو او وچې تر منځ
د سمندرونو پر څنډه د مانګروف ونې راشنې کيږي چي له مالګينو اوبو څخه بد نه وړي. دغه ونې به دې توګه هم په وچه کي او هم په هغو ځايونو کي راشنې کېدلای سي چيري چي پر مځکه اوبه ولاړي وي. دغه ونې د سمندر زيات شمېر حيواناتو ته د ژوند چاپيريال او ځای هم برابروي.
د باد پر لور
د عرعر (عربي) يا ارس يا وَرس (فارسي) مېوه لرونکې وني دي. دغه ونې دا خاصيت لري چي د زيات باد چلېدونکې لور استقامت خپلوي او هغې خوا ته کږيږي. د قاناري جزايرو په اېل هيرو کي په سلونو کالونه زړې دا ډول ونې موندل کيدلای سي.
پر غرو ختونکي
د صنوبر يا چلغوزو له کورنۍ څخه د فيور نسل ونې پر داسو ختونکو سيمو او غرونو راخيژي چي حتی دېوال ته ورته هسکوالی لري. هغه ونې به هر ډول مځکه کي ريښې وهلای سي او نه له باده او نه له باران يا واوري څخه بد وړي. د دغو ونو له لرګيو څخه ډېر ښه فرنيچر هم جوړيږي.
د کړکۍ څنګ ته
دغه هم يو ډول صنوبر ونه ده البته د جاپان د ځانګړي بونسايي هنر په مرسته وړه ساتله سوې ده. د دغه هنر مقصد د بوټو داسي واړه ساتل دي چي په کور دننه کي هم ساتل کيدلای سي.