تر ټولو ښه صحت لرونکي لس ملتونه وپېژنئ ـ انځوريز راپور
د کرونا پاندمي د نړۍ يو شمېر هيوادونه په روغتيايي توګه له سترو ننګونو سره مخامخ کړي دي. خو له دغې پاندمۍ مخکي د نړۍ تر ټولو ښه صحت لرونکي ملتونه کوم ول؟ د بلومبېرګ د ۲۰۱۹م کال د راپور په حواله يې دلته وپېژنئ:
د روغتيا د اندازه کولو واحدونه
د بلومبېرګ د وروستي راپور له مخي د نړۍ د هغو ۵۶ هيوادونه ښودل سوي چي تر ټولو ښه روغتيا لرونکي ملتونه دي. د ښه روغتيا له پاره په دغو هيوادونو کي د روغتيا په وړاندي د ګواښونو (د سګرېټو، تمباکو، نشه يي توکو استعمال، د وزن زياتوالی، د ويني د فشار لوړوالی)، د څښاک له پاره د پاکو اوبو شته والی، د وګړو د ژوندي پاته کېدو کالونه، په کافي اندازه متوازنه غذا ته لاسرسي او د مړيني لاملونه ارزول سوي دي.
لسم مقام ـ اسرائيل
د بلومبېرګ په اړونده ليسټ کي د روغتيا و يادو واحدونو ته په کتلو سره له سلو څخه ۸۸،۱۵ شمېرې ورکول سوي او په دې توګه دغه هيواد په نړۍ کي د تر ټولو ښه روغتيايي نظام او صحتمنده وګړو لرونکو هيوادونو په ليسټ کي پر لسم نمبر دی.
نهم مقام ـ ناروې
ناروې هيواد چي «د نړۍ تر ټولو زيات خوشال» هيواد هم بلل کيږي او په اړونده ليسټ کي لومړی مقام لري، د روغتيا په ډګر کي يې له بلومبېرګ څخه له سلو څخه ۸۹ شمېرې ترلاسه کړي او په دې توګه د نړۍ تر ټولو ښه صحت لرونکی نهم ملت دی.
اتم مقام ـ سينګاپور
سينګاپور چي صرف پر يو ښار مشتمل او جزيره يي هيواد دی، د آسيا د ستري وچي له مهمترينو تجارتي مرکزونو څخه يو دی چي پکښي بېلابيل ولسونه او کلتورونه ژوند کوي. په دغه هيواد کي د اوسېدونکو د روغتيا وضعه او د هيواد روغتيايي سيسټم د بلومبېرګ له مخي دومره ښه دی چي ورته له سلو څخه ۸۹،۲ شمېرې ورکول سوي او دغه هيواد پر اتم مقام راغلی دی.
اووم مقام ـ آستراليا
آستراليا د نړۍ يو له هغو هيوادونو څخه دی چي پکښي د نفوس د هر وګړي پر سر د مځکي مساحت يې زښت زيات دی. خو په دغه هيواد کي اوسېدونکي انسانان ښه روغتيا لري او د هيواد روغتيايي نظام يې هم ښه دی. له دې کبله دغه هيواد ته له سلو ممکنه شمېرو څخه ۸۹،۷ شمېرې ورکول سوي او په دې توګه دغه د نړۍ تر ټولو اووم ښه روغتيا لرونکی ملت دی.
شپږم مقام ـ سوېډن
د مساحت له مخي د اروپايي اتحاديې دريم لوی غړی هيواد سوېډن زښتي زياتي جزيرې، رودونه او د استراحت ساحلې سيمي لري. په دغه هيواد کي د ولسي وګړو روغتيا او ورته تياري روغتيايي آسانتياوي د دې لامل سوي چي بلومبېرګ ورته له سلو څخه ۹۰،۲ شمېرې وړکړي او په دې توګه دغه هيواد د نړۍ شپږم تر ټولو ښه صحت لرونکی ملت دی.
پنځم مقام ـ سويس
د سويس په هکله ويل کيږي چي د اروپا تر ټولو ښکلي غرنۍ منظرې او تر ټولو زيات په پيسو ډک بانکونه لري. له روغتيايي پلوه بلومبېرګ دغه هيواد ته له سلو څخه ۹۰،۹ شمېرې ورکړي او په دې توګه سويس د نړۍ تر ټولو ښه روغتيا لرونکی پنځم ملت دی.
څلورم مقام ـ جاپان
جاپان نه يوازي د نړۍ له تر ټولو قوي اقتصادونو څخه يو قوي اقتصاد لرونکی هيواد دی، بلکي په دغه هيواد کي اوسېدونکي اکثره انسانان متوازنه او د روغتيا له پاره ښه خوراک کاروي. بلومبېرګ دغه آسيايي هيواد ته له ممکنه ۱۰۰ څخه ۹۱،۳ شمېرې ورکړي او په دې توګه جاپان د ښه روغتيا لرونکو ملتونو په قطار کي په څلورم نمبر دی.
دريم مقام ـ آيسلند
د آسلند جزيره يي هيواد صرف ۳۶۴ زره نفوس لري. خو په دغه جزيره کي د طبيعت خورا ښکلي منظرې او شنه او زرغونه ځايونه او په همدې شان ښکلي او پراخ ساحلونه سته. بلومبېرګ ورته له ۱۰۰ څخه ۹۱،۴ شمېرې ورکړي او په دې توګه دغه هيواد د نړۍ تر ټولو صحتمنده انسانان لرونکی دريم هيواد دی.
دويم مقام ـ ايټاليا
د اروپايي اتحاديې دريم لوی اقتصاد ايټاليا نه يوازي ښه فټبال، پيزا، زيتونو او ميکرونيو له پاره مشهور دی، بلکي د کرونا له پاندمي څخه مخکي د دغه هيواد د وګړو اکثريت د ښه روغتيا لرونکي ول. بلومبېرګ د روغتیا په ډګر کي دغه هيواد ته له ۱۰۰ څخه ۹۱،۵ شمېرې ورکړي او په دې توګه دغه هيواد د نړۍ تر ټولو ښه صحت لرونکی دويم ملت دی.
لومړی مقام ـ هسپانيا
دمګړی هسپانيا په نړۍ کي د کرونا له پاندمي څخه په تر ټولو زيات کړېدونکو هيوادونو کي يو دی. خو د اروپايي اتحاديې دغه هیواد له کرونا مخکي د روغتيا په ډګر کي ډېر ښه مقام درلود. بلومبېرګ ورته د روغتيا په ساحه کي له ممکنه ۱۰۰ څخه ۹۲،۷ شمېرې ورکړي او په دې توګه دغه د نړۍ تر ټولو ښه روغتيا لرونکی ملت دی.