تر کرونا زيات خطرناک د نړۍ ويروسونه وپېژنئ ـ انځوريز راپور
دمګړی په ټوله نړۍ کي د کرونا بيره خوره ده. خو که د مړيني شمیرو او ارقامو ته وکتل سي نو تر کرونا ډېر خطرناک ويروسونه سته. دلته يې وپېژنئ
ماربورګ ويروس
ماربورګ د آلمان د يو ښار نوم دی چيري چي په ۱۹۶۷ مېلادي کال ګڼ شمېر انسانان د يو ويروس له کبله مړه سول. دا چي دغه ويروس په همدغه ښار کي وپېژندل سو نو ورته د ماربورګ نوم ورکول سو. دا د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ويروسونو څخه يو بلل کيږي او په ۹۰ سلنه پيښو کي په دغه ويروس اخته انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ايبولا ويروس
ايبولا ويروس د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کالونو تر منځ په لوېديځه افريقا کي تر ۱۱ زرو څخه زيات انسانان ووژل. دغه ويروس مختلف ډولونه لري او په لوړه اندازه وژونکې ناروغي رامنځ ته کوي. په دغه ويروس له اخته کسانو څخه عموما ۹۰ سلنه يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هانټا ويروس
د کرونا له خپرېدو وروسته په چين کي په هانټا ويروس د وژل سوي کس خبر هم د زياتو رسنيو سرټکی وګرځېدل. هانټا نوی ويروس نه دی. په دغه ويروس اخته کسانو کي د سږو ناروغۍ، تبه او د پښتورګو د غيرفعاله کېدو علايم راڅرګنديږي.
د لېوني سپو ويروس
د لېوني سپي ويروس د سپيانو، ګيدړو او يا شوپرکانو د داړلو په نتيجه کي انسان ته انتقاليږي. که څه چي کورني سپي ټول د دغه ويروس پر ضد واکسين کيږي، خو د افغانستان او پاکستان په شمول په زياتو هيوادونو کي لا زيات کوڅه ډبه سپي د دغه ويروس د خپراوي سبب کيږي. دغه ويروس په لوړه اندازه وژونکی دی.
ايچ آی وي/ ايډز
د ايچ آی وي ويروس له کبله د ايډز ناروغي رامنځ ته کيږي. دغه ويروس په اتيايمه لسيزه کي د پېژندل کيدو راهيسي تر ۳۸ مليونو څخه زيات انسانان وژلي دي.
کڅوک/چيچک
انسانانو په زرونو کاله د کڅوک ويروس سره مبارزه وکړه. د روغتيا نړيوال سازمان په ۱۹۸۰ کال اعلان وکړ چي دغه خطرناک ويروس په بشپړه توګه له منځه تللی دی. په دغه ويروس د اخته کسانو څخه ۳۳ سلنه کسانو به خپل ژوند له لاسه ورکاوه.
انفلوينزا يا والګی
په نړۍ کي هر کال په زرونو انسانان د انفلوينزا يا والګي له کبله ژوند له لاسه ورکوي. والګی مختلف اقسام لري. په ۱۸۱۸ مېلادي کال د هسپانوۍ تبي په نوم والګي د هغه وخت نړۍ له ۱،۸ مليارډ نفوس څخه د ۲۷ او ۵۰ مليونو تر منځ انسانان ووژل.
ډينګي ويروس
د ډينګي ويروس د غوماشي/ماشي په واسطه خپريږي. د نورو ويروسونو په پرتله د دغه ويروس له کبله د وژل کېدونکو شمېره ټيټه ده. د دغه ويروس ناروغي د ايبولا په شان علايم لرلای سي. د دغه ويروس ضد واکسينو جوړولو اجازه په ۱۹۱۹ کال په متحده ايالاتو کي ورکول سوه.
روټا ويروس
د روټا ويروس په زياته د نوو زېږېدلو ماشومانو له پاره ډېر خطرناک دی. په ۲۰۰۸ کال د دغه ويروس له کبله پنځه مليونه داسي ماشومان مړه سول چي عمرونه يې لا پنځه کالو ته نه ول رسېدلي.
کرونا ويروس
دغه ويروس زيات اقسام لري. په ۲۰۱۲ کال دغه ويروس په سعودي عربستان کي لومړی په اوښانو کي او بيا په انسانانو کي خپور سو. له دې مخکي د دغه ويروس سارس قسم په ۲۰۰۲ کال کي په ۲۶ هيوادونو کي خپور سوی ؤ چي بشپړه نوم يې Sars Cov يعني سارس کرونا ويروس ؤ. دمګړی دغه ويروس د کويد ۱۹ په نوم په ټوله نړۍ کي خپور سوی دی.