تهران ته د سعودي د پوځ مشر غیر عادي سفر
۱۴۰۳ آبان ۲۲, سهشنبهدغه سفر ځکه هم غیر عادي بلل کیږي چې د یوه وخت حریف (ایران او سعودي عربستان) هیوادونو په دوه اړخیزو پوځي او دفاعي برخو کې پر همکارۍ خبرې کړي دي.
د سعودي لوی درستيز په داسي حال کي ایران ته سفر کړی دی چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان، په ریاض کې د اسلامي همکارایو سازمان په سرمشریزه کې له اسرائیل څخه غوښتنه کړې ده چې د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي او د ايران پر خاوره له برید کولو څخه ډډه وکړی.
تیر کال د چین په منځګړیتوب د دواړو هيوادونو اړیکي عادي حالت ته له راګرځيدو وروسته دا د يوې غير عادي لوړي کچي ملاقات دي.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت په حواله دواړو هیوادونو په پوځي او دفاعي برخو کې د همکارۍ پر زیاتولو، د امنیتي همکارۍ په پیاوړې کولو او د سیمې د امنیت پر ثبات خپل نظرونه سره تبادله کړل.
جنرال الرویلي د بیجنګ د تړون ستاېنه وکړه. هغه وویل چې د بیجنګ موافقه د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د پراخولو یو ښه فرصت و.
اړوند: عربستان او ایران د اړیکو د ښه والي له پاره عملي ګامونه پورته کوي
د فارس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ جنرال باقري په دغو خبرو اترو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو د زیاتولو یادونه وکړه. هغه وویل خوښ به شي چې که د سعودي عربستان سمندري ځواکونه د ایران په راتلونکو سمندري مانورو کې برخه واخلي او یا هم د یوه لیدونکي په توګه ګډون وکړي.
جنرال الرویلي، وویل چې د دواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکاریو د بهترولو چانس موجود دی.
د پخوانیو سیالانو ترمنځ په اړیکو کې نزدیوالی
د سعودي او ایران اړیکي په ۲۰۱۶م کال کې پرې شوې وې، خو په ۲۰۲۳م کال کې د چین په منځګړیتوب له یوې موافقې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ ديپلوماتیکې اړیکې عادي شوې او یو د بل په هیوادونو کې یې سفارتونه پرانیستل. د روان کال په جون میاشت کې ایران د سعودي په پلازمېنه ریاض کې خپل سفارت پرانیست.
د چین ولسمشر د عربستان او ایران ترمنځ اړیکو د ښه کېدو هرکلی کړی
شنونکي وایي چې د ایران له خوا سعودي عربستان ته په سمندري مانورو کې د ګدون کولو بلنه د سیمه ایزو ثبات او نویو امکاناتو خبر ورکوي. بل لور ته داسلامي همکاریو په سازمان کې د ایران اړوند د محمد بن سلمان څرګندونې په منځني ختیځ کې د دوو پخوانیو سیالانو ترمنځ د اړیکو پر بهتریدو دلالت کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز