1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان د زېږون د ډېرښت له پاره په ميليونونو ډالر مصرفوي

۱۴۰۲ خرداد ۱۲, جمعه

د جاپان حکومت د پنجشنبې په ورځ هغه اقدامات اعلان کړل چې له مخي يې د ماشوم زېږون له کمښت سره مبارزه او له هغو کورنيو سره مالي مرسته کوي چې ماشومان لري.

https://p.dw.com/p/4S7a3
Japan | Entbindungsstation in einem Krankenhaus in Tokio
انځور: Robert Gilhooly/dpa/picture alliance

ء

ټوکیو وايي چې د نفوس د چټک کمښت د مخنیوي له پاره په کال کې شاوخوا ۳،۵ ټریلیون ین (شاوخوا ۲۵ ميلیارده ډالر) مصرفوي. که څه هم د نفوس کمښت په ډېر پرمختللو هیوادونو کې یوه ستونزه ده، خو دا په جاپان کې خورا زياته ده.

په دې پلان کې څه شامل دي؟

مور او پلار به د هر نوي زیږیدلي ماشوم تر دوه کلنۍ پورې هره میاشت ۱۵ زره ین ترلاسه کړي، چې شاوخوا ۱۰۷ ډالر دي. همدارنګه، سل زره ین به د دریو کلونو څخه پورته ماشومانو ته ورکړل شي او دا فیس به هغه ماشومانو ته هم ورکول کیږي چې د ښوونځي یا عالي لیسې عمر لري.

د دې قانون د مسودې له مخې، د کورنۍ عاید والدینو ته د دې مرستې د ورکولو له پاره د معیار په توګه نه کارول کیږي. حکومت هم پلان لري چې د ماشومانو له پاره وړکتونونه یا د نرسنګ مرکزونه پرانیزي، حتی که د دوی مور او پلار دنده نه لري.

دا پلان د ۲۰۲۵م مالي کال له پیل څخه د ماشومانو پاملرنې له پاره د والدینو رخصتۍ مالي ګټې زیاتوي، نو حتی که دواړه مور او پلار د ماشوم پاملرنې رخصتۍ ته لاړ شي، د دوی عاید یا معیشت به تر څلورو اونیو پورې بدلون ونه مومي.

په دې اقداماتو کې د زیږون د رخصتۍ د تادیاتو زیاتوالی او د امیندوارۍ پرمهال د درملنې له پاره د د مالي مرستو چمتو کول شامل دي.

جاپان او برازيل د م.م. د امنيت د شورا ريفورم غواړي

ولې د دغه  پلان وړانديز اوس شوی؟

ارقام ښیې چې تیر کال د زیږون کلنۍ کچه په دغه ۱۲۵ ميلیونه نفوس لرونکي هیواد کې د لومړي ځل له پاره له ۸۰۰ زره څخه کمه وه، په داسې حال کې چې تمه کیده په راتلونکو اتو کلونو کې د زیږون شمیر دې کچې ته ورسیږي.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا، چې په مارچ میاشت کې یې دا پلان افشا کړ، وویل چې دې به «په بې ساري ډول د زیږون د کمیدو سره د مبارزې له پاره پالیسي وړاندي کړي» او د ماشوم پالني والدينو له پاره عاید لوړولو هڅه کوي.

د شمالي کوريا د سپوږمکۍ د توغول اعلان او د جاپان خبرداری

هغه د وزیرانو، کارپوهانو او سوداګرو یوې ډلې ته وویل: «موږ به د دې اقداماتو سره پر مخ ولاړ شو چې د زیږون د کمیدو سره مبارزه وکړو پرته له دې چې له خلکو وغواړو چې نور [مالي] بار پر غاړه واخلي.»

جاپان له موناکو وروسته د زړو دويم نفوس لري، او د کډوالۍ نسبتا سخت قوانین، په دې معنا دي چې دا د کارګرانو محدود کمښت سره هم مخ دی.

د رویټرز خبري آژانس له پاره ترسره شوې سروې موندلې چې له ۱۰ څخه ۹ جاپاني شرکتونه د زیږون د کمښت په اړه د بحران احساس کوي.

په ورته وخت کې، د زړو کسانو د پاملرنې لګښت له پاره مرسته زياته شوی ده.