جاپان د سالنگ تونل بيا رغوي
۱۳۹۴ اسفند ۲۵, سهشنبهانترفکس خبري آژانس د افغانستان د رسنيو په حواله ليکي چي جاپان هیواد تياري ښوولې دی، چي د سالنگ توتل جوړولو له پاره افغانستان ته ۱،۸۵ ميليونه ډالره پور ورکړي.
د آژانس د خبر له مخي د دغو پيسو قرارداد د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د مارچ ۱۴مه) په کابل کي د جاپان سفير او اسيا پراختيايي بانک د استازي ترمنځ لاسليک سو.
ويل سوي دي چي د تونل د بيا رغاولو پروژې چاري به د افغانستان له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې وزارت په همکارۍ سمباليږي.
د موټرو د تېرېدو دغه لار په ۱۹۵۸-۱۹۶۴م کلونو کي د هندوکش غرونو په ۳۸۷۸ ميتره لوړه برخه کي روسي متخصصانو جوړه کړې ده.
سالنگ تونل په ۱۹۶۴م کال کي له فعالېدو سره سم تر ۱۹۷۳م کاله پوري د موټرو د تېرېدو په برخه کي په نړۍ کي لومړی تونل وو چي په لوړو غرونو کي جوړ سوی وو.
تونل ۲۶۷۶ ميتره اوږدوالی لري او بر ئې په ځينو برخو کي ۶ ميتره دئ. د سالنگ تونل جنوبي برخه د سمندر له سطحي ۳۲۰۰ ميتره لوړه ده او د تونل تر ټولو لوړه برخه له سمندر سطحي ۳۳۶۳متره لوړه ده.