1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان په زلزله کې د مړو شمېر ۶۲ ته پورته شوی

۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبه

د جاپان د دوشنبې ورځې زلزله کې د مړو شمېر اوس ۶۲ ته لوړ شوی دی. حکومت هغو سیمو ته چې نښولونکې لارې ېې قطع شوي د پوځ په چورلکو کې د اړينو توکو اکمالات کوي.

https://p.dw.com/p/4aops
جاپانیانو د ۲۰۲۴ میلادي کال له ويجاړونکې زلزلې سره پیل کړ
جاپانیانو د ۲۰۲۴ میلادي کال له ويجاړونکې زلزلې سره پیل کړانځور: The Yomiuri Shimbun via AP Images/picture alliance

له جاپان څخه تېره ورځ په سر کې د دوشنبې ورځې (د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۱مه) د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۳۰ او لږ وروسته ۴۸ وښودل شول خو نن چهارشنبه جاپاني رسنیو وويل چې په زلزله کې د مړو شمېر ۶۲ ته رسېدلی دی.

د جاپان ان اچ کې تلويزیون رپوټ ورکړی چې دغه کسان په زلزله کې سخت زیانمن شوي ښار، ايشيکاوا، کې مړه شوي دي. همدارنګه د نوتو نیمه ټاپو په واجیما، سوزو او نوټو ښارګوټو کې ګڼ شمېر کورنه نړېدلي او يا تر زلزلې وروسته رامنځ ته شوې اورلګېدنه کې په بشپړه توګه لمنځه تللي دي. 

پر لارو او سړکونو پرتې ويجاړۍ، خټې او کثافات لا هم د ژغورونکو ډلو له پار د لټون عملیات له خنډ سره مخ کوي.

د جاپان صدراعظم، فومیو کشيدا، د چهارشنبې په ورځ وويل چې دغه وضعیت ممکن زلزله ځپلو سيمو ته په چټکۍ د مرستو په رسولو کې خنډ وګرځي. زیاتره زلزله ځپلې سېمې د جاپان په ختیځ کې واقع دي.

د جاپان صدراعظم، فومیو کشيدا اعلان وکړ چې هغو سیمو ته چې د ورتلو لارې ېې بندې شوي اولیه کومکي مواد ورته د پوځ په چورلکو کې رسول کيږي. صدراعظم همدا راز زیاته کړه چې زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو په موخه په لومړي سر کې ۱۰۰۰ سرتيري په دندو ګمارل شوي ول، چې اوس دغه شمېر دوه برابره شوی دی.

د جاپان د هوا پېژندې ادارې تر پنجشنبې ورځ پورې د وقفوي بارانونو وړاندوینه کړې چې ورسره ېې د لا ډېرو احتمالي ځمکې ښوېدنو خبرداری هم ورکړی دی.

سږکال د جاپانیانو له پاره نوی عیسوی کال له زلزلو سره پيل شو. د ۲۰۲۴م کال له پېله جاپان د پر له پسې زلزلو شاهد دی. په دې کې تر ټولو ځواکمنه او زیان اړونکې زلزله د دوشنبې په ورځ وشوه چې د رېشتر په کچه ۷ اعشاريه شپږ درجې وه.

 (dpa)mks/akh

له آرشیف څخه (د جنوري دوهمه ۲۰۲۴):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب