1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جاپان غواړي چې پرمختللي کروز توغندي جوړ کړي

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

جاپان د خپل پوځ له پاره د داسی پرمخ تللی کروز توغنديو جوړول غواړی،چې سرگلولي يې د بدلون وړتیا ولري.

https://p.dw.com/p/4MKIZ
Übung der japanischen Selbstverteidigungskräfte in Hokkaido
انځور: picture alliance/AP Images

جاپان غواړي چې د خپل پوځ د سمبالولو د یوې برخې په توګه داسي کروز توغندي ولري چې د سرګلولې د بدلون وړتيا ولري. لکه څنګه چې جاپانۍ ورځپاڼې «یومیوري شیمبون» د حکومتي سرچينو په حواله راپور ورکړی پتېيل شوې ده چې دغه توغندي به درې ډوله وي چي يو به يې د کمرې په مرسته، بله به يې د دښمن د رادار سيستم د مختل کولو او دريمه به يې د بريد له پاره وي.

جاپان اوس په خپله امنیتي تګلاره کې د تاریخي بدلون په حال کې دی. دغه هيواد غواړي چې د کروز توغندیو په څیر برید کوونکي وسلې ترلاسه کړي چې په چین کې احتمالي هدفونو ته هم رسیدلی شي.