جاپان کې د چورلکې لویدو پیښه کې پنځه تنه وژل شوي
۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبهد جاپاني چارواکو په خبره، په دغه چورلکه کې په مجموعي ډول لس تنه سپاره ول او د روانې اپریل میاشتې په ۶مه نیټه له رادار څخه ورکه شوه. د معلوماتو له مخې، په چورلکه کې دوه پیلوټان، دوه تخنیکي کسان او د جاپان د پوځ د ۸ فرقې اړوند د یوه جنرال په شمول شپږ تنه نوره پوځي عمله هم شامل ول.
د جاپان د پوځ ویاند ویلي چې داسې ښکاري چې د چورلکې موندل شوي پاتې شونې به د یادې پیښې اړوند وي خو نوموړي د موندل شویو جسدونو په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي. د پوځ ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «لا هم پنځه جسدونه ورک دي او په دې ترتیب په عین وخت کې د پلټنې او ژغورنې عملیات ادامه لري.»
د جاپان ساحلي ساتونکو له وړاندې نه د یادې چورلکې ځینې برخې لکه د چورلکې دروازه، د پکې پر او همدا راز ځینې نورې ټوټې موندلي دي. تر اوسه پورې د دې پیښې د علت په هکله جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د جاپان پوځ، تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د هیواد د اساسي قانون لخوا په ښکاره ډول دفاعي فعالیت پورې محدود دی او ډیر کم وخت د دغه راز پیښو شاهد وي.
د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې یوه جاپاني جنګي الوتکه د مرکزي ایشیکاوا سیمې په اوبو کې را نسکوره شوه چې په نتیجه کې یې دوه پیلوټان ووژل شول. په ۲۰۱۹م کال کې په یوه بله ورته پیښه کې د روزنې په ماموریت کې د جاپان د پوځ یوه F-35A جیټ الوتکه د شمال ختیځ جاپان څخه تر پرواز وروسته په سمندر کې ولویده چې په پایله کې یې د پیلوټ د جسد د موندلو او په الوتکه کې د رازونو د بیرته ترلاسه کولو له پاره ډېره ستره هڅه شوې وه.
زموږ له آرشیف څخه: