روغتيا
۳۵ تنه په کرونا اخته ډاکټر سره د تماس له امله قرانطین سوي
۱۳۹۸ اسفند ۹, جمعهاعلان
د جرمني مونشن گلاد بخ د ښار یوه ویاند د جمعې په ورځ ویلی چی نوموړي ډاکټر په مونشن گلادبخ کي د ماریا هیلف کلینیک له ۱۵ ناروغانو او پرسونل سره تماس درلودلی دی. په دغو کسانو کې تر اوسه د کرونا علایم نه دي لیدل سوي او د یوه کس تست هم منفي ختلی دی.
د نوموړي کلینیک ډاکټرپه مونشن گلاد بخ کی ، د دوشنبه په ورځ چی د کارنیوال ورځ وه ، په کلینیک کی حاضر وو. هغه هم اوس قرانطین دی او ورته امر سوی چی د اوس وخت له پاره په خپل کور کي پاته سي. دغه ډاکټر په هاینس بیرگ کی اوسیږي او ویل کیږي چی په گانگیلټ کی د یوه کارنیوال مارش پر وخت یی له یوې ، په کرونا باندی اخته جوړې سره تماس پیدا کړی وو.