1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جو بايډن: جورج فلويد په خپلې مړینې سره نړۍ ته بدلون ورکړ

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د امريکايي تور پوستي جورج فلويد مړی به نن، سه شنبه په هوستون کې خاورو ته وسپارل شي. جو بایدن د فلويد له لور سره خبرې وکړې او د امريکا په تاريخ کې ېې د عطف له نقطې څخه يادونه وکړه.

https://p.dw.com/p/3dUBS
USA Joe Biden in Dover
انځور: Reuters/J. Bourg

تورپوستکی امريکايی جورج فلويد، نن سه شنبه (د جون ۹ نيټه) د تګزاس هوستون ته نژدې په پيرلند کې خاورو ته سپارل کيږي. هغه دوې اوونۍ مخکې هغه وخت مړ شو چې يوه پوليس یې غاړه کابو نهه دقيقې خپل زنگون ايښې وو. دغه پولیس د هغه پر وژنه تورن دی. د جورج فلوید تدفين به په هوستون کې د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې ترسره شي.

په دې ترڅ کې د امريکا متحده ايالاتو د راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ډیموکراټانو نوماند، جو بايډن، ويلي دي چې د جورج فلويد مرګ د امريکا متحده ايالاتو په تاريخ کې د عطف يوه نقطه رامنځ ته کړه. بايډن د دوشنبې په ورځ په هوستون کې د جورج فلويد له ميرمن او خپلوانو سره وليدل او شاوخوا يو ساعت یې ورسره خبرې وکړې.

جو بايډن CBS شبکې ته وويل، چې جورج فلويد په خپلې مړينې سره نړۍ ته بدلون ورکړ. د ډیموکراټانو نوماند په دې اړه زياته کړه: «زما په ګمان، د امريکا په تاريخ کې د اتباعو، مدني حقونو او خلکو سره د عادلانه چلن په آزاديو کې يو ستر بدلون رامنځ ته شوی دی.»

USA Minneapolis Polizei | Verhaftung George Floyd
يوه پولیس کابو نهه دقيقې خپل زنگون د جورج فلويد پر غاړه ايښی ووانځور: AFP/Facebook/Darnella Frazier

جو بايډن همدارنګه د پوليسو د بوديجې له کمښت سره خپل مخالفت څرګند کړ. دا هغه غوښتنه ده چې د فلويد د مړينې په تړاو د پیل شوو اعتراضونو راپه ديخوا مطرح شوې ده. بايډن په دې برخه کې وويل چې د پوليسو د ادارو بوديجه دې له شرایطو سره وتړل شی. د هغه په خبره پوليس بايد «مناسب او وړ چلن» ولري.

د پوليسو د مشرې استعفا

په اورګون ایالت کې د پولیسو مشرې جيمې رش چې يوه سپين پوسته ښځه ده، استعفا ورکړه او يو تورپوستی همکار يې خپل ځای ناستی وټاکه. هغې په يوه ټويټري پيغام کې ويلي دي چې دغه تصمیم يې د «زړه له کومې» نيولی دی.

ميرمن رش، د جورج فلويد تر مرګ وروسته تر ډيرو شدیدو نيوکو لاندې راغله. په اعتراضاتو کې له هغې څخه غوښتنه شوې وه چې خپله څوکۍ يې بايد خپل يو تورپوستي همکار ته پریږدي. جيمي رش شپږ مياشتې مخکې د سيمې د پوليسو د مشرې په توګه ګمارل شوې وه.

زموږ له آر:يف څخه: