«د بشري حقونو په برخه کې پر ایران بايد فشارونه زيات شي»
۱۳۹۹ شهریور ۲۴, دوشنبهد امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نوماند او د دونالد ترمپ سیال جو بایډن په منځني ختیځ کې د ایران د پارونکي او تعرضي چلند په هکله یو یاداشت کې د امریکا د ولسمشر سیاست ته یوه کتنه کړې ده.
د امریکا د «سي ان ان» شبکې د بایډن د یاداشت ټول متن خپور کړی دی. هغه د ایران پر وړاندې د ترمپ پر سیاست نیوکړه کړې او ویلي یي دي: «له ایران سره د مقابلې له پاره لا زیاته معقوله لاره شتون لري.» بایډن لیکلي دي: «کله چې دونالد ترمپ د ۲۰۱۶م کال په ټاکنیز کمپاین کې ګډون وکړ، ژمنه یي وکړه چې د ایران د اټومي پروګرام له پاره به یوې بهترې موافقې ته لاسرسی پيدا کړي او پر ایران د فشار په واردولو سره به په منځني ختیځ کې د دغه هیواد د ناوړه چلند مخه ونیسي.»
بایډن ویلي دي چې د ترمپ دغه ټاکنیزه ژمنه هم لکه د هغه د نورو وعدو یوازې د ګواښونو په سطحه کې باقي پاتې شوه. بایډن وویل چې د ترمپ د ادعا برخلاف نه یوازې د ایران ګواښونه د امریکا د امنیت او ګټو له پاره کم نه شول، بلکې مونږ اوس د دغه هیواد له خوا د تهدیدونو د زیاتیدو شاهدان یو.
د ایران پر وړاندې د ترمپ د سیاست ماته
بایډن وویل چې تیره میاشت د ایران پر وړاندې د ترمپ د سیاست ماته ثابته شوه. نوموړي لیکلي دي: «ترمپ د ملګرو ملتونو په سازمان کې ونه توانید حتی د امریکا یو نږدې متحد هم د ایران پر وړاندې د بندیزونو د تمدیدولو په برخه کې له ځان سره ملګری کړي.»
بایډن وویل چې ایران نه یوازې د امریکا، دوستانو او متحدینو پر وړاندې یو لوی خطر ګڼل کیږي، بلکې د ایران حکومت پخپله د خپل ولس پر وړاندې یو لوی خطر دی.
بایډن زیاته کړې ده چې د ایران پر وړاندې د ترمپ سیاست په وار وار امریکا په منځني ختیځ کې د یوې نوې جګړې په درشل کې درولې ده. نوموړي ویلي دي چې ترمپ د معضلې د ختمولو له پاره د یوې واقع بینانه ستراتیژۍ پرته د ایران پر وړاندې عمل کړی دی.
نوموړي د خپل یاداشت په پای کې لیکلي دي: «پنځه کاله مخکې حتی روسیه او چین د امریکا د اروپایي متحدینو سره د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د امریکا د حکومت له سیاستونو څخه دفاع کوله.»
ایران ته د بایډن برنامه
بایډن ویلي دي چې په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به د ۲۰۱۵م کال اټومي موافقې ته ستون شي او د امریکا له متحدینو سره یوځای به له ایران سره د نوې موافقې په خاطر د خبرو اترو پيلیدو هڅې جاري وساتي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به، ایران له بشري حقونو څخه د ناوړه سرغړونې په برخه کې ځواب ویلو ته مجبوره کړي.
بایډن د نويد افکاري اعدام او په ایران کې د سیاسي بندیانو حبس ته اشاره کړې ده او ویلي یي دي چې امریکا به د بشري حقونو د موازینو د مراعتولو په برخه کې پر ایران خپل فشارونه زیات کړي. نوموړي زیاته کړه چې په منځني ختیځ کې به د کړکیچ د کمولو هڅه وکړي او د یمن ویجاړونکې جګړه به پای ته ورسوي.
په دې منځ کې اروپا ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف سفر هم لغوه شوې دی. د ایران د بهرنيو چارو وزارت په حواله د نوموړي سفر د کرونا او لوژستکي مشکلاتو له کبله لغوه شوې دی خو دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د بېلا بېلو گوندونو سیاستوالو د آلمان د بهرنيو چارو له وزير څخه د دې سفر د لغوه کولو غوښتنه کړې وه.
آژانسونه / ش.ن/ ب. ص
زموږ له آرشيف څخه: