حساس اولیه مواد: زهري، قیمتي او نه بدلیدونکي
دیرش عناصر په راتلونکي کې د صنعت په سکتور کې ډير ارزښتمند ګڼل کیږي. له دې ډلې ځینې یې ډیر په زړه پورې جوړښت لري او ښایسته ښکاري.
Antimony یا انتونیم: د فرعونیانو د سترګو رانجه
تور ځلیدونکي عناصر ډېر وختونه د نورو فلزاتو د کلک کولو له پاره کارول کیږي. دا داسې عناصر دي چې په یوازیتوب سره یا په جلا ډول نه پيدا کیږي. په لرغوني مصر او هند کې به یې ترې پوډر جوړول. همدارنګه له دې فلزاتو څخه د درملو په جوړولو او د رانجو او د سترګو خط له پاره استفاده کیدله.
Baryt بیرائټ: درنې یا شفافي معدني ډبرې
Baryt یوه یوناني کلیمه ده او د دروند معنی ورکوي. دغه معدني ډبره د بیریم سلفیت په شکل کې موندل کیږي. د دې کرستالونه معمولاً په شګو کې زیاتیږي او دننه په کې د شګو ذرات هم موجود وي. کله ناکله دا د ځلیدونکو ډیرو په شکل کې هم پيدا کیږي. دا په زیړ، سور، شین، آبي او کم رنګه زیړ رنګونو کې هم موندل کیږي.
بسموت: رنګین کمان ته ورته دی
بسموت عجیب و غریب منرال دی چې دا له بهر څخه نه، بلکې له داخل څخه زیاتیږي. دا د شفافو بلورونو درلودونکی دی. بسموت هم د انجماد په صورت کې د اوبو په شان خپریږي. له دې څخه د اور وژنې د عملیاتو ترڅنګ د سینګار په توکو او رسمامۍ کې کار اخیستل کیږي.
کوبالت: وژونکې معدني ډبره
کوبالت د آلماني کلیمي کوبولډ څخه اخیستل شوی چې د بلا یا شیطان معنی ورکوي. سلګونو کلونه مخکې به کله چې آلماني کان کیندونکي ناروغه کیدل، نو ویل به یي چې د کوبولډ لوګی یې تنفس کړی دی. په ۱۹۶۰م کال کې کله چې بیئر جوړونکي کاناډایي شرکت د بیئر د خوند او ذایقې ښه کولو له پاره کوبالت وکارول، ډیر داسې کسان چې له دغو بیئرو یې استفاده کړې وه ناروغه او ۵۰ تنه مړه شول.
فلورسپار: یو بې رنګه منرال
فلورسپار یو بې رنګه او شفاف منرال دی، په کوم کې چې هایدرو کاربن او نور لوګي شامل وي. دا خپل رنګ هم بدلوي او کله چې دې ته په ماورا بنفش یا الټرا وایلیټ وړانګو کې وکتل شي، بیا پکې ځلا پيدا کیږي. دا په اصل کې د سپينو زرو او سربو مخلوط یا ترکیب دی.
ګالیم داسې عنصر چې د لاس په تودوخه کې هم ویلي کیږي
ګالیم یو داسې عنصر دی چې یوازې په ۳۹ درجې د سانتی ګریت کې هم ویلي کیږي. دا یوازنی عنصر دی چې د انسان د لاس په تودوخه کې هم ویلي کیږي. خو تر ویلي کیدو سمدستي وروسته په جوش نه راځي، بلکې باید د حرارت درجه ۲۲۰۴ ته ورسیږي بیا په جوش راځي. له دې څخه په نیمه هادي یا نیمه عایق موادو کې استفاده کیږي. که له نورو عناصرو سره یوځای کړای شي، نو د ژر ماتیدو خاصیت پيدا کوي.
لیتیم ډیر مهم عنصر دی
لیتیم د یوې خوا ډیر کلک او له بلې خو ډیر سپک عنصر دی. که دا د اوبو په مقابل کې عکس العمل ونه ښيې، نو په هوا کې به ګرځي یا په بل عبارت په هوا کې به معلق وای. د نویو اټکلونو له مخې په اوس وخت کې د کائناتو د پيل په پرتله د دې اندازه درې چنده ته رسیدلې ده.
Nubium نوبیوم: د الهه اوښکې
که دا په فولادو کې ور اضافه کړای شي، ډیر یې کلک کوي او قوت پکې رامنځته کوي. له دې څخه د جټ الوتکو په انجنونو، د سوپر مقناطیس په جوړولو او د MRI په ماشینونو کې کار اخیستل کیږي. دا د یوناني الهې نیوبي په نوم نومول شوی.
تنګستن: یو مهم عنصر
آلماني کان کیندونکي په آلماني ژبه د دې نوم وولف رام ایښی وو. وروسته بیا پر دغه عنصر د ترسره کیدونکو څیړنو په رڼا کې د سویډڼي ژبې نوم «ټنګسټن» کیښودل شو.