خبريالان: ترکيه موږ ته نيمه پرانيستی زندان دی
۱۳۹۲ مرداد ۴, جمعهد ترکیې د خلکو د جمهوري غوښتونکو د گوند مشر کمال کلیج داراوغلو، د ترکیې پر لومړي وزیر رجب طیب اردوغان باندې نیوکي کوي چې هیواد یې په یوه نیمه پرانیستي زندان باندې بدل کړی دی. داراوغلو وایي چې اوس په ترکيه کې د ژورنالیستانو له پاره کار ډیر سخت شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اردوغان مرستیال باقیر بوزاداگ، بیا دغه نیوکې ردوي او وايي چې د دغه گوند له خوا ډیر تورونه له حقیقت څخه ډیر لیري دي.
خو یوه خبره روښانه ده چې په ترکيه کې په گیزي پارک کې د مظاهرو تر پیلیدو وروسته، ډیر شمیر خبریالانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي. د ترکیې د خبریالانو د ټولنې په خبره په دې ترڅ کې ۵۹ ژورنالیستانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. دغه ټولنه وایي چې ډیر شمیر خبریالانو د هغو رسنیو له خوا له دندو گوښه شوي دي چې د سانسور د سیاست پیروي کوي. د خبریالانو ټولنه ټینگار کوي چې د ژورنالیستانو د گوښه کیدو یو علت هم د گیزي پارک د مظاهرو په اړه د رپوټونو په څرنگوالي کې ده.
رسنې د لومړي وزیر تر فشارونو لاندي
یاوز پایدار، یو ترکی خبریال دی چې په روانه اوونۍ کې له خپلې دندې گوښه شو. هغه له نهو کلونو راهیسې د «صباح» په نوم ورځپانې کې کار کاوه. پایدار وایي چې دغي ورځپاڼې د گیزي پارک مظاهره منعکس نه کړه. هغه زیاتوي: «زما دنده دا وه چې د لوستونکو شکایتونه، نظرونه او وړاندیزونه راټول کړم، او بیا هغه په خپلو مقالو کې راونغاړم. د مظاهرو له پیلیدو راهیسې دغې ورځپاڼې زما دوې مقالې هم نه دي نشرې کړې.»
پایدار په اروپا کې د یوه لبرال لیکوال په توگه پیژندل کیږي. اروپايي ټولنې هغه د روان کال په جنوري میاشت کې د یوې وینا له پاره دعوت کړی وو. هغه په خپله وینا کې په ترکيه کې د رسنیو پر وضعیت نیوکه کړې وه. هغه د خپلې وینا په اړه وایي: «زما نیوکه ټولو ترکي رسنیو ته متوجه وه. هغوی تر ټولو مخکې د سي ان ان، الجزیرې او رویترز پر رسنیو باندې د یوې نړیوالې توطیې په توگه نیوکي کوي.»
پایدار وایي چې د صباح ورځپاڼې بیا پر آلمانۍ شپیگل رسنې باندې هم نیوکې کړې دي، ځکه دغې رسنې په خپله یوه گڼه کې خپله اصلي موضوع د گیزي پارک مظاهرې ټاکلې وې.
کله چې پایدار تر خپل اروپايي سفر وروسته بیرته ترکیې ته ستون شو، نو د لومړي ځل له پاره یې په خپلو مطالبو کې سانسور تجربه کړ. هغه وایي: «پر بهرنیو رسنیو باندې د ترکي رسنیو له خوا د تورونو د لگیدو په اړه زما مقاله چاپ نه شوه. زما وروستۍ مقاله له مدیره حیات څخه د لیکوالانو د آزادۍ او همدارنگه د دې په اړه وه چې ایا رسنې په عمومي ډول د اعتماد وړ دی او که نه. تر دې مقالې دوې ورځې وروسته زه له کاره وایستل شوم.»
پایدار وایي چې په ترکيه کې د آلمان د ARD او انگلستان BBC په توگه رسنۍ د خلکو په خدمت کې نه دي. هغه ټینگار کوي چې دغه وضعیت زورونکی دی. دغه ژورنالیست ادعا کوي چې د رسنیو دغه وضعیت د هغوی په چارو کې د لومړي وزیر د مستقیمې مداخلې په پایله کې رامنځ ته شوی دی: «د کابینې ډیر غړي له دې سره موافق نه دي چې رسنۍ دې د حکومت تر اغیزې لاندې وي. خو د لومړي وزیر غوښتې او حضور رسنۍ تر خپلې اغېزې لاندې راوستې دي.»
د ویرې له کبله د خپل ځان سانسورول
د ترکیې د خبریالانو د ټولنې په حواله اوس مهال په دغه هیواد کې ۵۶ ژورنالیستان په زندانونو کې وخت تیروي. څېړنيز خبريال احمد سيک وایي چې دغه ټول خبریالان د کاري لاملونو له کبله زندان ته استول شوي دي: «کله چې هغه مدارک او دوسیې وکتل شي چې دغه کسان یې له مخې زندان ته استول شوي دي نو ښکاري چې هغوی ډیر وخت د دوو خبریالانو د تلیفوني اړیکي، له یوې منبع سره تلیفوني اړیکې او یا هم د یوې مقالې له کبله زنداني شوي دي.»
احمد د ترکیې اوسني وضعیت ته په کتو سره وایي چې اوس به ډیره ښه وي چې ترکي خبریالان په ډله ييزه رسنیو کې کار و نه کړي. په ترکیې تر هغه وروسته د رسنیو د سانسور په اړه ډیر بحثونه رامنځ ته شول چې د دغه هیواد په گیزي پارک کي د حکومت پر ضد سختې مظاهرې وشوې.