خلیلزاد چین ته رسیدلی دی
۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبهپه چین کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت دغه هیواد ته د خلیلزاد د سفر نور جزئیات نه دي وړاندې کړي. دغه سفر یوازې څو ورځې وروسته تر هغه تر سره کیږي چې په قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو د دواړو اړخونو په وروستیو خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې وه.
د خلیلزاد په حواله له طالبانو سره یې د خبرو اترو وروستی دور تر اوسه پورې له ډلې سره د مذاکراتو په منځ کې تر ټولو موثره وو. طالبان او امریکا متحده ایالاتو د نورو تر څنګ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال ویش، د ترهګرو له خوا د افغانستان د خاورې پر نه استعمالیدو، د افغانانو تر منځ د خپرو پر پیلیدو او پر یوه دایمي اوربند باندې سره خبرې اترې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې د طالبانو یوه پلاوي او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم چین ته جلا جلا سفرونه کړي ول. چین د افغانستان د سولې له بهیر سره ځکه لیوالتیا لري چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. پر دې سربیره دغه هیواد اندیښمن دی چې د افغانستان د تاوتریخوالي دوام ښايي د دې لامل شي چې زور زیاتی له پولې په تیریدو سره چین ته هم ورسیږي.
(ms/sr (ap